نظــر

د تورخم او کډوالو په اړه د رستم شاه مومند د لیکني په تعقیب

ابراهیم مومند

((د افغانستان – پاکستان د کړکېچنو اړيکو ژورتيا)) د رستم شاه مومند صاحب ليکنه مې په نن ټکي آسيا وېبپاڼه کې ولوسته، واقعاً چې د اخلاص څخه ډکه ليکنه ده، ښايسته او پر ځای انتقادونه، مشورې او خير خواهي پکې پرته ده. مومند صاحب ته دې الله تعالی لا نور توفيق ورکړي، چې د دغه ځورېدلي او کړېدلي قوم (پښتون) د هوسا کېدو او آرامېدو لپاره په سوله ييزو لارو چارو باندې ټيڼګار وکړي.

د پولې هغې خوا پښتون او دېخوا پښتون يو له بل سر خپلوۍ، دوستۍ او خېښۍ کړې دي، که روزانه نه وي، نو په مياشت – دوو کې حتماً يو ځلې تګ راتګ کوي. دا داسې خلک دي، چې نه په پاسپورټ پوهېږي او نه د پاسپورټ د اخيستو ځای پېژني.

بله دا چې د مومند صاحب د خبرې په تائيد په افغانستان کې که د پاکستان د محبوبيت فيصدي واقعاً يوازې٣،٦ وي، نو د دې کار مخه نيول په کار دي او مخه يې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو او په پوله تلونکو راتلونکو افغانانو، چې د درملنې، غم، ښادۍ وغيره لپاره ځي راځي، يوازې په نه ځورلو باندې نه، بلکې د هغوی سره پوره همکاري کول، پر هغوی باندې صله رحمي کول او د هغوی زړونه ګټلو باندې کېږي.

هغه افغانان چې په پاکستان کې اوسېږي زما په فکر له پاکستان څخه پوره راضي او خوښ دي، ځکه که چېرې ناخوښ وای، نو د نورو افغانانو په څېر به دوی هم له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو. همدارنګه د مومند صاحب نظر زه هم تائيدوم، چې يو تعداد به داسې هم وي، چې په افغانستان کې ځينې مشکلات ولري، ځکه افغانستان ته نه راځي، خو هغه به ډېره کمه فيصدۍ وي.

بله دا چې زما په نظر هندوستان هم دا کوښښ کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان خلاف کرکه او نفرت زيات شي. هندوستان دا کار په ډېر مهارت سره ترسره کوي، هغه داسې چې کله په تورخم، چمن يا د افغان – پاک د سرحداتو په کومه بله سيمه کې او يا د پاکستان په داخل کې کوم افغان وګړی د پوليسو لخوا وځورول شي، يا ونيول شي، يا د مريضتيا په حالات کې د لارې د بندېدو په صورت کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو په افغانستان کې موجودې ميډياګانې، چې زما په غالب ګومان سره تقريباً په اکثرو يې د هندوستان کنټرول دی او يا ورباندې فشار واردولی شي، داسې موضوعاتو ته په مبالغوي ډول هوا ورکوي او په ډېر شد و مد سره يې نشروي. د دې ترڅنګ اکثرو ټلوېزيونونو کې د سياسي تحليلګرانو په حيث هغه څوک د مېلمه په حيث راغوښتل کېږي، چې هغه کاملاً د پاکستان خلاف نظريات وړاندې کوي. هره خبره يې د پاکستان خلاف وي، په هره موضوع باندې چې بحث کوي، نو انتقادونه يې پاکستان ته متوجه وي. هغه څوک چې دا خبرې کوي په دې ښه پوهېږي، چې زما دا خبرې په پاکستان کې د اوسېدونکو افغانانو په زيان تمامېږي، هلته هغوی ته مشکلات جوړېږي، خو هغه دا خبرې په ډېر جرئت سره کوي.

لنډه دا چې افغانانو ته يې د بل هر چا څخه پاکستان سرسخت دښمن  او په افغانستان کې د هرې بدبختۍ لامل پاکستان جوړ کړی دی. حالانکه چې په حقيقت کې داسې نه ده. تر يو حده به پاکستان هم مقصر وي، خو تر ډېره په خپله موږ افغانان ملامت يو، ځکه که افغانانو خپلو ځانونو ته خپله مشکلات نه وای جوړ کړي، نو پاکستان هېڅ کله هم نه شو کولای، چې په افغانستان کې لاس وهنې وکړي!!

بله دا چې همدا اوس په پاکستان کې کم و زيات درې ميليونه افغانان ژوند کوي، هلته مکتبونو ته ځي، هلته کالجونه ته ځي، هلته پوهنتونونو ته ځي، هلته په مدرسو او جوماتونو کې درسونه وايي، هلته د پاکستان په دولتي شفاخانو کې د هغوی معالجه کېږي، هلته هغوی د پاکستان په لويو او وړو ښارونو کې کاروبارونه کوي، هلته همدارنګه د نورو دولتي تأسيساتو څخه هغوی استفاده کوي، چې دا هر څه د افغانانو سره د پاکستان د نيکيو او همکاريو په معنا دي، خو زه په زغرده ويلای شم، چې دا هر څه چې دلته په افغاني ټولنه او د افغانستان په خصوصي ميډياګانو کې د پاکستان خلاف نظريات وړاندې کېږي، دا هر څه دستوري او د بل چا له لوري دي، چې هغه زما په ګومان يوازې هندوستان به هم نه وي، بلکې ايران، امريکا او د نورو ملکونو استخبارات به هم په کې لاس لري، تر څو دا دوه عظيم او سره تړلي قومونه او ملتونه د يو بل دښمنان کړي.

زما په نظر د دې کار د مخنيوي لپاره د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو ته په کار ده، چې د افغانانو سره خپلې کړې نيکۍ او همکارۍ په آخره کې په سيند لاهو نه کړي او د افغانانو په زړونو کې چې د پاکستان کوم محبوبيت دی په ځانګړې توګه د پاکستان د عوامو، هغه له لاسه ورنه کړي. همدارنګه د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان په مسايلو کې د دخيلو استخباراتو لپاره زمينه مساعده نه کړي، تر څو لا نور تبليغات وکړي او د افغانستان او پاکستان وګړي سره يو له بل څخه لا نور متنفره او نفرت کوونکي کړي. د دواړو ملتونو د اتحاد، اتفاق او ورورګلوۍ په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
البلاغ

دا نفرت ته حامد کرزی او داسی نور شیطانان د خپلو ډالرو لپاره لمن وهی د هغو خوارانو خیال نه ساتی کوم چې د مجبوریت په لحاظ مهاجردی دلته په کندهار او کابل کې یی ټوله ځمکی ده او دده وروڼه تر سینه لاندی کړی الله پاک دی وشرموی د امریکا په غلامی خو نه شرمیږی هندوستان ته هم رقصیږی

Abdul rahman

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

wali khan

مومند صاحب ډیر ښه لیکنه دی کړی ولی یو طرفه دی، داسمه ده چی پا کستان زمونګ مها جر په ورین تندی قبول کړی هر پا کستانی ورسره خپل اخلاص وکړ څه یی چی لره دافغانا نو سره نیما یی کړ. خو دا هم با ید دیا ده ونباسو چی دهرڅه یی دالله درضا لپاره نکوه داټول یی دخپل ملک دبقا لپاره کړیدی ځکه روسانو عوښته ځا ن ګرمو اوبوته ورسوی چی دهغی مخنیوی افغانانو دخپلو وینو په تویولو سره کړیده اوپاکستان دجنګه څخه خلاص کړ. بله خبره چی نړیولو کوم کمک دافغان مها جرو سره کوه دهغی لسمه یی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x