افغانستان

طالبان: د کابل لاسپوڅې ادارې په غوښتنه راټوليدل د راغونډو شوو عالمانو حيثيت ته شديده صدمه رسوي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ په کابل کي د افغانستان او نوري نړۍ ځیني علماوو د سولي او اسلام په نامه یوه غونډه وکړه چي په کښي یو شمېر پریکړي وسولې، او یو شمېر فتواګاني صادري سولی، چي د کتونکو او دیني بصیرت لرونکو له لوري ورته سیاسي فتواګاني او سیاسي بیانونه ویل کیږي.

په دغه غونډه او په کښي صادري شوې فتواګاني او سیاسي بیانونو په اړه باندي د طالبانو له خوا هم غبرګون ښودل شوی، چي د طالبانو په رسمي ویب پاڼه کي نشر شوی او هم د نن ټکی آسیا ایمیل ته را لیږل شوی.

د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره د طالبانو غبرګون کټ مټ نشر ته سپارل کیږي.


 

په کابل کې په اصطلاح د څوتنو عالمانود راټوليدو او خبرو په اړه داسلامي امارت غبرګون اود۱۶۰۰تنوجیدوعلماء کرامو فتوی

دکرزي ادارې دخپلوبادارانو په لار ښوونه دخپل ځان دتبرې اوخلاصون لپاره  دځينو هیوادنو ديني عالمان را غوښتي وو او په افغانستان کې يي دروان جهاد په اړه تيره ورځ په کابل کې خپل نظريات ورکړل ، په افغانستان کې يي جهاد عقيدوي جګړه نه بلکي دنورو موخو درلودونکي وبلله او يادونه يي وکړه چې دلته روان جهاد جهاد نه ده ، موږ په ټول درناوي چې دنړۍ ديني څيرو او عالمانو ته يي لرو ، په کابل کې راغونډو شوو  عالمانوته وايو چې متأسفانه تاسو په کاملې نا آګاهۍ سره خبرې کړي ، دافغانستان وضعيت او د روان جهاد پيل ته مو هيڅ نظر نه دی کړی او يا ممکن ورته پام شوي مو نه وي ، په ناخبرۍ سره حکم او يا دکابل لاسپوڅې ادارې په غوښتنه راټوليدل او خبرې کول تر ټولو وړاندې د راغونډو شوو عالمانو حيثيت او علمي مقام ته شديده صدمه واردوي چې موږ په هيڅ صورت هم نه غواړو چې دديني اشخاصو حيثيت دې د دسيسو ښکارشي ، موږ یادو عالمانوته ورپه زړه کوو چې زموږ جهاد په پوره بصيرت او دخپلو جيدو ديني څيرو او زبده علماء کرامو دلارښونو او فتوا په ورکولو سره پيل شوي ده چې موږ نور له تاسو سره له خپلې خوا هيڅ دليل نه وايو بلکې داوسني جهاد دپيل لپاره دخپلوهغو ۱۶۰۰ديني عالمانو شرعي فتواستاسو مخ ته د دليل په توګه ږدو چې له واقعاتو پرده پورته کوي او دافغانستان دروان جهاد او مقاومت لپاره ليدلوري ، استقامت او شرعي حيثيت ټاکي، همدا دلائل زموږ دمسلمان ولس دقناعت او ديني حجتيت لپاره کفايت کوي . کوم چې تاسو په خپلو خبرو کې یادونه کړې چې ګڼې دلته جهاد عقيدوي جهاد نه بلکي دنورو موخولپاره روانه جګړه ده !! موږ درنه غوښتنه کوو چې آياد داسې موخې هم په نړۍ کې شته چې يوڅوک دې يي لپاره له خپل حکومت ، منصب ، مقامونو ، سر، مال او ټول ژوند نه تيرشي؟ ، که وي نو په تاسوده چې دديني عالمانو په توګه يي راته په ګوته کړئ چې هغه هدف ماسوا له شرعي مکلفيت رفع کولواو عقيدوي  بنسټ درلودلونه بل څه کيدلای شي ؟

لاندي موږ تاسوته  د روان جهاد دپيل په اړه په افغانستان با ندي دکفارواو دهغوی تر یر غل مخکې دخپلو ۱۶۰۰ ديني جيدو عالمانو فتواچي دولس کاله مخکې یې صادره کړي  دخپل دليل په توګه وړاندي کوو او دخپلو قربانيو اوستړياوؤلپاره يې بالکل کافي بولو.

دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۴/۱۱/۱۹هـ ق
۱۳۹۲/۷/۳هـ ش ــ 2013/9/25م

—————————————————-

د افغانستان په پاک حريم د تيري په اړه د جیدو علماء کرامو

شرعي فتوی او پرېکړه ليک

په کابل کې د ۱۴۲۲/۷/۳ هـ‍‍‍‍‍‍‍ـق 2001 9 21م نېټې د علماء کرامو د سترې غونډې پرېکړه ليک او شرعي فتوی
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علی أشرف الأنبياء والمرسلين محمد وعلي آله وأصحابه أجمعين. اما بعد: دا چې د افغانستان ملت همېشه د خپلو سترو مسئلو د حل لپاره علماء کرامو ته مراجعه کړې، علماء کرامو يې د مشکل د حل لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې، په اوسنۍ لويه پېښه کې چې افغانستان ته د امريکا له لورې د بريد خطر رامنځ ته شوی د افغانستان علماء‌ د خپل درانه مسئوليت له مخې د مشکلاتو د حل لپاره د اسلامي دين په رڼا کې په لاندې ډول فتوی او فیصله صادروي:
۱ –  دافغانستان علماء دامریکا دتلفاتو په اړه خفګان ښکاره کوي او دافغانستان علماء په دې هیله دي چې امریکا به په افغانستان حمله ونه کړي او ددغې پیښې په اړه دې له پوره زغم او دقت څخه کار واخلي او دموضوع په اړه دې  پوره تحقیقات ترسره کړي .
۲ –  دافغانستان علماء غوښتنه کوي ، چې دامریکا دوروستیو پیښو په اړه دې ملګري ملتونه او اسلامي کانفرانس دقیقه پلټنه ترسره کړي ، چې اصلي حقیقت معلوم شي او دبې ګناه خلکو دځورولو مخه ونیول شي .
 ۳ –  ملګري ملتونه او اسلامي کانفراس دې د امريکا د جمهور رئيس په دې خبره غور وکړي چې هغه ويلي دي چې دا جنګ به صلیبي جګړه وي، دغې خبرې د ټولې نړۍ مسلمانان په احساساتو راوستلي او نړۍ یې له یوې لويې خطرې سره مخامخ کړې ده.
۴ –   ددې لپاره چې داوسني جنجال مخه ونیول شي او هم په آینده کې ددا ډول پیښو په صورت کې بدګوماني رامنځته نه شي ، دعلماء کرامو دغه ستره شوری اسلامي امارت ته سپارښتنه کوي ،  چې اسامه بن لادن تشویق کړی ترڅو په ممکنه وخت کې په خپله خوښه له افغانستان څخه ووزي او دځان لپاره کوم بل ځای انتخاب کړي  .
که دپورته پریکړو په رڼا کې بیا هم امریکا قناعت ونه کړي او په افغانستان باندې حمله وکړي دمقدس شریعت په رڼا کې یې حکم په لاندې ډول بیانیږي .
لومړی :
زمونږه د فقهې کتابونه لیکي چې که چېرته کافران د مسلمانانو د کوم هیواد د خاورې په حريم باندې حمله وکړي د هغه هېواد په مسلمانانو جهاد فرض ګرځي او د قرآن کريم ایاتونه او احادیث مبارکه او د فقهې ټول کتابونه مسلمانانو ته د جهاد امر کوي:
لومړی آیاتونه:    
۱ـ  ﴿يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴾ [التوبة: ۱۲۳].
ترجمه: ای هاغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! جنګ کوئ تاسې له هغو کسانو سره چې نژدې وي تاسو ته له کفارو او ودې مومي دوئ په تاسې کې کلکوالی او پوه شئ چې الله تعالی د پرهېزګارانو سره دی.
۲ـ  ﴿وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ﴾[البقرة:۱۹۰].
ترجمه: جنګ کوئ په لاره د الله کې د هغو کسانو سره چې جنګ کوي له تاسې سره.
۳ـ  ﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه﴾[الانفال: ۳۹].
ترجمه: او وجنګېږئ له دغو کفارو سره تر هغه پورې چې پاتې نه شي فتنه او شي دین ټول خاص الله -جل جلا له- لره.
۴ـ  ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ﴾[الحج:۳۹].
ترجمه: حکم ورکړی شوی دی هغو کسانو ته چې جنګ ورسره کاوه شي په دې سبب چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی او بېشکه چې الله په مرسته د دوئ خامخا قادر دی.
۵ـ  ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمْ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاَللهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [البقرة: ۲۱۶].
ترجمه: فرض کړی شوي پر تاسې باندې جنګ کول حال دا چې دغه بد ښکاري تاسې ته او ښايي چې بد ګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه ډېر بهتر وی تاسې لره او ښايي چې ښه وګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه به ډېر بد وي تاسې ته او الله عالم دی تاسې نه پوهېږئ.
دوهم حديثونه:
۱ـ وَعَنْ أَنَس بن مالکرضی الله عنه، قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ»[رواه ابو داؤد ۳۲/۲ والنسائي ۷/۶ والحاکم ۸۱/۲].
ترجمه: د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: جهاد وکړئ مؤمنانو د مشرکانو سره په مالونو، نفسونواوپه  ژبو سره.
۲ـ عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُما قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : «إِذَاتَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْبِالزَّرْعِ ، وَتَرَكْتُمْ الْجِهَادَ ، سَلَّطَ اللهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَايَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ» [رواه ابو داؤد ۷۷/۳].
ترجمه: د عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليم وسلم فرمايلي: کله چې تاسو اخستل، خرڅول، شروع کړئ، په عينې سره (بيعه د عينې دې ته وايي: چې یو انسان څه شی په انسان خرڅ کړي په معلومو روپو سره تر معلومې نېټې پورې بيا بېرته دا خرڅوونکی د دې اخستونکي څخه دغه شی واخلی په کمو روپو سره په نقدو) او تاسې ونيولې لکۍ د غوايانو او راضي شوئ په کرهنه او جهاد مو پرېښود، رابه ولي الله پاک په تاسې ذلت او سپکوالی، دا به ستاسو څخه الله تعالی نه لرې کوي ترهغه پورې چې تاسې راجع شئ خپل دين ته.
دريم د فقهاؤ رحمهم الله اقوال:
۱ـ وفی المبسوط للإمام السرخسي (۲/۱۰):ثم أمررسو الله صلى الله وسلم بالقتال إذا كانت البداية منهم فقال تعالى ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَبِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا﴾ [الحج / ۳۹] أي: أذن لهم في الدفع وقال تعالى ﴿فَإِنْقَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ﴾ [البقرة:۱۹۱] وقال تعالى ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِفَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: ۶۱]ثم أمر بالبداية بالقتال فقال تعالى﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾ [البقرة: ۱۹۷]وقال تعالى ﴿فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُوَجَدْتُمُوهُمْ﴾ [التوبة: ۵]وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «أمرت أن أقاتل الناس حتىيقولوا: لا إله إلا الله».
ترجمه: امام سرخسي رحمه الله په مبسوط کې ذکر کړي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم بیا امر وکړ په جنګ سره کله چې د مشرکانو له طرفه جنګ شروع کړی شي الله تعالی فرمایلي حکم ورکړی شوی هغو مسلمانانو ته چې جنګ ورسره کیږي په سبب ددې چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی. یعنې دوئ ته حکم ورکړی شوی دی په دفاع کولو سره. او الله تعالی فرمايلي دي که چېرې کافران تاسو سره جنګ کوي نو تاسو هم د دوئ سره جنګ وکړئ او الله تعالی جل جلا له- فرمايي که دوئ رجوع صلحې ته وکړي نو ته هم رجوع صلحې ته وکړه. بیا نبی صلی الله عليه وسلم حکم وکړ د جنګ په شروع کولو سره، پس الله تعالی فرمايي: وجنګېږئ له دغو کافرانو سره ترهغې چې فتنه پاتې نه شي او الله تعالی فرمايلي: پس وژنئ تاسې مشرکان په کوم ځای کې چې دوئ ومومئ‎. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: امر شوی دی ماته د الله تعالی له طرفه چې د کافرانو سره جنګ وکړم ترهغې چې دوئلا إله إلا الله ووايي.
۲_ وَفي الهندية (۸۸/۲)وَعَامَةِ الْمَشَايخِ رحمهم الله تعالى قَالُوا: الجِهادُ فَرْضٌ عَلَى كُلّ حَالٍ غَيْرَ أنَّهُ قَبْلَ النَّفِيرِ فَرْض كِفَايَة وَبَعْدَ النَّفِيرِيَصِيرُ فَرْض عَيْنٍ وَهُوَ الصَّحِيْح، وَمَعْنَى النَّفِيرِ أنْ يُّخْبِرَ أهْل الْمَدِينَة أنَّ الْعَدُوَّ قَدْ جَاءَ يُرِيْدُ أنْفُسَكُمْ وَذُرَارِيْكُمْ وَأمْوَالَكُمْ فَإِذَا أُخْبِرُوا عَلَى هَذَا الْوَجْهِ افْتَرَضَ عَلَى كُلّ مَنْ قَدَرَ عَلَى الْجَهَادِ مِنْ أهْلِ تِلْكَ الْبَلْدَةِ أَنْ يَّخْرُجُوا لِلْجِهَادِ وَقَبْلَ هَذَا الْخَبَرِ كَانُوا فِي سَعَة أنْلَّا يَخْرُجُوا.
ترجمه: په فتاوی هنديه کې ذکر دي چې عامو مشائخو رحمهم الله ويلي چې جهاد فرض دی په هر حال کې خو د عام نفير نه وړاندې فرض کفائي دی او وروسته د عام نفير نه فرض عين ګرځي او دا صحيح خبره ده.
د عام نفير معنی دا ده چې د يوې منطقې او ښار خلکو ته خبر ورکړی شي چې دښمن راغلی اود ضرر اراده  لري، ستاسې د نفسونو اولادونو او مالونو په رابطه، نو کله چې خبر ورکړی شي هغه چا ته چې په جهاد قادر وي، د دې ښار او منطقې د اوسېدونکو نه چې جهاد ته ووځي او وړاندې د دې خبرې د ده لپاره روا دي چې جهاد ته ونه ځي.
دوهم:
که کفار په کوم اسلامي هیواد تجاوز وکړي او هغه هيواد تنها د مقابلې توان ونه لري د نړۍ په ټولو مسلمانانوجهاد فرض عین ګرځي:
۱ـ في رد المختار (۲۰۱/۶ طبع جديد)(والهندیة ۱۸۸/۲ )قَالَ أبُو الْحَسَن الْكَرْخِي فِي مُخْتَصَرِه: وَلا يَنْبَغِي أن يُخلي ثغْرٌ مِن ثُغورِ المسلمين ممن يقاوم العدوَّ فِي قِتَالِهِم وَإنْ ضَعُفَ أَهْلَ ثُغر من الثغورِ عَنِ المقاومةِ وَخِيفَ عليهم فعلي مَن وراءَهم من المسلمين أن ينفروا إليهم الأقربُ فالأقربُ وأن يُمِدُّوهم بالكِرَاعِ وَالسَّلاح لِيَكُونَ الجهاد، أبدًا قائمًا كذا في المحيط.
ترجمه په ردالمحتار کې ذکر دي  چې ابوالحسن الکرخي په خپل مختصر کې ویلي ، دمسلمانانو لپاره مناسبه نه  ده چې دهغو سرحداتو له  جملې  چې هلته له کفارو سره مقاومت کیږي کوم سرحد خالي کړي ، او که چیرې ددې سرحداتو مسلمانان   دکفاروپه دفعه کې کمزوري شي  نو په هغو مسلمانانو چې دوئ ته نږدې دي فرض ده چې مرستې ته ورشي او که هغه هم کمزوري شول نو هغوی ته په ورنږدې نورو فرض دی همداسې الاقرب فالاقرب  په دوئ لازمه ده  چې دجهاد ددوام لپاره دمجاهدینو مرسته وکړي ، دامضمون په محیط کې هم ذکر دی .
۲ـ وفي الهندیة (۱۸۸-۲) ثُمَّ بَعد مَجِئ النَّفير العام لا يفترض الجهاد على جميع أهل الإسلام شَرقًا وغربًا فَرْض عَين وإن بلغهم النفير وإنَّما يَفرُضُ مَنْ كان بقَربمِنَ العَدُوّ وَهُمْ يَقْدِرُونَ عَلى الجهادِ وَإمَّا عَلَى مَا وَرَاءَهُمْ مِمَّنْ يَبْعُدُ العَدُوَّ فَإِنَّهُ يَفْتَرِضُ فَرض كِفاية لا فرض عين حتّى يسعَهم تركُه فَإذا اُحتيجَ إليهم بأن عَجَزَمَنْ کان بقرب العدوّ عن المقاومة مع العدُّوِ أو تكاسلوا ولم يجاهدوا فإنه يفترض على من يليهم فرض عين ثَمَّ وَثُمَّإلى أن يفرض على جميع أهل الأرض شرقاً وغرباً على هذا الترتيب.
ترجمه: په فتاوی هندیه کې ذکر دي: پس د ثابتېدو د عام نفیر نه جهادعینا نه فرض کېږي په ټول اهل اسلام باندې د مشرق نه تر مغرب پورې اګر که رسېدلی وي دوئ ته ثبوت د عام نفير: په تحقیق سره جهاد فرض کېږي په هغه چا چې دښمن ته نژدې دي او دوئ قادر په جهاد وي او په هغه نورو مسلمانانو چې دښمن څخه لرې وي، په دوئ جهاد فرض کفايي دی، نه فرض عین، تردې چې د دوئ لپاره جائز دي چې جهاد پرېږدي او کله چې دې لرې مسلمانانو ته ضرورت پیدا شو، په داسې شان سره چې دښمن ته نژدې مسلمانان د مقابلې نه عاجز شي او یا سستي وکړی شي او جهاد یې پرېښود نو بیا جهاد په هغه چا فرض عین دی چې دښمن ته نژدې وي په ترتیب سره، تردې چې جهاد به فرض عین شي، په ټولو مسلمانانو د مشرق نه تر مغرب پورې په دې ترتیب سره.
۳ـ فی رد المختار (۲۰۱/۶) قُلْتُ:وَحَاصِلُهُ أَنَّ كُلَّ مَوْضِعٍ خِيفَ هُجُومُ الْعَدُوِّ مِنْهُ فُرِضَ عَلَى الْإِمَامِ أَوْ عَلَى أَهْلِ ذَلِكَ الْمَوْضِعِ حِفْظُهُ وَإِنْ لَمْ يَقْدِرُوا فُرِضَ عَلَى الْأَقْرَبِ إلَيْهِمْ إعَانَتُهُمْ إلَى حُصُولِ الْكِفَايَةِ بِمُقَاوَمَةِ الْعَدُوِّ.
ترجمه: په رد المختار کې ذکر دي: زه وایم چې حاصل دا دی چې هر هغه ځای چې په هغه باندې د دښمن دتجاوز او حملې ویره وي نو په امیر د وخت او یا په اوسېدونکو د دې ځای ساتنه د دې ځای فرض ده او که اوسېدونکي د دې ځای په ساتنه قادر نه شي نو په نزدې خلکو فرض دی امداد د دوئ ترهغې چې د دښمن د مقاومت لپاره کفایت او پوره والی ثابت شي.
دريم:
که چېرته کفار د مسلمانانو د خاورې په حريم باندې حمله وکړي نو د ضرورت په وخت کې مسلمانان له اسلامي او غیر اسلامي حکومتونو څخه مرسته غوښتلی شي خو په دې شرط چې د اسلام احکام به غالب او ښکاره  وي لکه چې زمونږ د فقهې کتابونه ليکي:
وفي إعلاء السنن (۵۸/۱۲) نقلاً عن شرح سير الكبير (۱۸۶/۳) ولا بأسَ بأن يَّسْتَعِين المسلمونَ بِأهلِ الشّرك عَلَى أهلِ الشّرك إذا كانحُكم الإسلام هو الظاهر عليهم، لِأنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم استعان بيهود بنيقينقاع على بني قريظة، وخرج صفوان مع النبي صلى الله عليه وسلم حتى شَهِدَ حُنَيناًوالطائف وهو مُشْرِكٌ، فَعَرَفْنَا أنَّهُ لا بأسَ بالاستعانة بهم، وما ذلك إلا نظير الاستعانةبِالكِلابِ عَلَى المشركين وَإلى ذلك أشَارَ رَسول الله بِقَولِهِ إنَّ اللهَ لَيُؤَيّدُ هَذا الدّينَ بِأقوامٍ لا خَلاقَ لَهُمْ فِي الآخرة (طبراني).
قُلتُ: وَ عبارةُ شرحِ السير تُفيد جَوازَ الاستعانةِ بالكُفَّارِ إذا كانَ حُكمُ الإسلام هُوَ الظَّاهِرُ سَواءٌ كانوا مُشرِكِينَ أو أهلُ الكِتَابِ.
ترجمه: د اعلاء السنن مصنف په خپل کتاب کې د شرح السیر الکبیر څخه دارنګې رانقلوي: او باک نشته په دې کې چې مسلمانان امداد وغواړي د مشرکانو په مقابله کې کله چې د اسلام حکم ظاهر او غالب وي په کافرانو، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، د یهودو دبني قینقاع نه امداد غوښتی وه په مقابله د بنو قریظه ؤ کې، صفوان د نبی علیه السلام سره ووت تردې چې د حنین او طائف په جنګ کې حاضر وو او حال داچې صفوان مشرک وو، نو مونږ ته معلومه شوه چې باک نشته په دې کې چې د دوی څخه امداد وغوښتل شي  د کافرانو په ختمولو کې او ددې مثال داسې دی  لکه د سپو څخه استفاده وشي  دکفارو په ختمولوکې او دې ته نبی کریم علیه السلام اشاره کړې په دې وينا سره چې الله تعالی د دين امداد کوي په داسې خلکو سره چې آخرت کې يې هيڅ حصه نه وي.
د اعلاء السنن مصنف وايي چې: د شرح السير الکبیر د عبارت نه د کافرانو نه د امداد غوښتلو رواوالی معلومېږي کله چې د اسلام حکم غالب وي په کافرانو باندې، برابره خبره ده که دغه کافران مشرکان وي او که اهل کتاب وي.
څلورم:
 که د امریکا د عملیاتو په وخت کې کوم مسلمانان هغه که افغانان او یا غیر افغانان وي له کفارو سره همکار شي معاونت او جاسوسي ورته وکړي، هغه کس هم د خارجي متجاوزینو حکم لري او واجب القتل ګرځي. لکه چې رد المختار او درالمختار د دريم ټوک په ۱۹۸ مخ کې دغه مسئله ذکر کړې ده.   و الله سبحانه وتعالی اعلم.

fitwa

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x