افغانستان

پېښور: پولیسو ۳۴۰ افغان مهاجرین نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د خیبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې پولیسو په تېرو درې ورځو کې ۳۴۰ تنه افغان مهاجرین نیولي دي.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د پېښور د پولیسو یو مشر عباس مجید له قوله لیکلي چې دغه افغان مهاجرین يې د پېښور ښار په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

هغه ادعا کړې چې یادو مهاجرینو سره قانوني اسناد نه و، په سیمه کې په ناقانونه توګه اوسېدل او ځکه نېول شوي دي.

نوموړي ویلي چې په پېښور کې د هغو مهاجرینو د نېولو لړۍ به لا هم روانه وي چې په ناقانونه توګه اوسیږي.

خو په پېښور کې افغان مهاجرین بیا وايي چې پولیسو د ټولو قانوني اسنادو سره سره نیولي او زندان ته یې اچولي دي.

یوه ویډیو چې څو ورځې وړاندې په فیسبوک خپره شوې وه، د پېښور د پولیسو یوې حوزې (تاڼه) ته لسګونه افغان مهاجرین راوستل شوي وو. دغو مهاجرینو ویل چې قانوني اسناد هم لري خو پر دې سربېره پولیسو نیولي دي.

د افغان مهاجرینو د ځورولو لړۍ تر هغه وروسته یو ځل بیا زور اخيستی چې د ډیورنډ پر فرضي کرښې تورخم کې افغان او پاکستاني ځواکونو درې ورځې وقفه په وقفه جګړه وکړله.

په دغه جګړه کې درې افغان سرتیري او یو پاکستانی پوځي افسر و وژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x