افغانستان

کابل: پر بهرنیانو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۵ل):په پلازمېنه کابل کې د نيپالي سرتېرو پر موټر چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې په چاودنه کې لږ تر لږه له لسو زيات نيپاليان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د کابل پوليس وايي، چې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه د نهمې حوزې اړوند په بنايي سيمه کې شوې ده.

د کابل پوليسو يو قوماندان مل پاسوال عيني رييس وايي، چې د چاودنې موخه د بهرنيانو د ساتندويه موسسې موټر و.

قوماندان عيني وويل، چې په چاودنه کې ګڼ کسان ټپيان شوي هم دي، مګر د ټپيانو د کره شمېر په اړه يې څه ونه ويل.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې په دغه پېښه کې څوارلس کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د دوی يو ملګري د نهمې حوزې بنايي سيمه کې د بهرنيو عسکرو پر ساتندويه موسسې سرتېري بريد کې له شلو زياتو بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو د وژل شوو کسانو هويت نه دی په ډاګه کړی. راپورونه وايي، چې وژل شوي سرتيري د کاناډا سفارت امنيتي قرارداديان وو.

افغان ژورناليست بلال سروري په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې په دې بريد کې څوارلس نيپالي سرتيري وژل شوي، پنځه نيپاليان او څلور افغانان په کې ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x