ټولنیزه برخه

د پلار ورځ او د ملګرو نقد

لیکوال: قاري سعید

د پلار د ورځې د لمانځلو په تړاو ځینو ملګرو اعتراض راپورته کړی. ددوی نقد پرځای دی، رشتیا هم د ځانګړو رسومو او مناستونو په لمانځلو کې باید احتیاط وشي،تر بیلابیلو نومونو لاندې د ورځو د تشخیص یوه وجه هم دا بلل کیږي کله چې اروپایانو دین ته شا کړه، نو د لمنځ وړ دیني مناسبتونه یي هم له لاسه ووتل او له یو ډول فرهنګی افلاس سره مخ شول دهمدې تشې د ډکولو لپاره یې بیلابیلې ورځې د خپلو ځانګړو فکري مفاهیمو د تبلیغ لپاره مشخصې کړې، لکه د ښځو ورځ، د کارګر ورځ او داسې نورې.

خو په دې ترویج شویو مناسبتونو کې ټول یي د سیکولرزم یا کوم بل الحادي مکتب د فکري مفاهیمو د ژوندي ساتلو یا دودولو لپاره نه دي. بلکې د پلار، مور، قلم او کتاب د ورځې غوندې د عامو موضوعاتو په اړه هم شته چې د هیڅ دین یا فکري مکتب ځانګړی شعار نه بلل کیږي.

ددې مناسبتونو په اړه کومه معتبره او تفصیلي فتوا یا شرعي حکم راته نه دی معلوم. اما خپل برداشت مې دادی چې د مسلمانانو لپاره د د نامسلمانو د هغه مناسبت یا رسم لمانځل لویه ګناه ده چې دیني ریښه ولري یا په یوه ډول غیراسلامي فکر او پیغام له ځان سره لیږدوي. زموږ د شرح العقائد استاد شیخ عزیزخیل صاحب راته دا خبره کړې وه چې د زنار په غاړه اچولو مسلمان کافر کیږي مګر د نیکټایي په استعمال نه کافر کیږي. ځکه زنار دینی شعار و او نیکټایي دتزین لپاره کاریږي.
له همدې امله خو په کومه کچه چې راته د نوروز لمانځل حرام ایسي د کمونیستانو ځانګړې ورځې لکه روز زن او روز کارګر هم اسلام ضد مناسبت ایسي.

اما د کتاب، قلم، مور او پلار د ورځو غوندې مناسبات چې د کوم غیراسلامي مذهب یا فکر ځانګړی مفهوم له ځان سره نه لیږدوي. باید په اړه یي لومړی پلټنه وشي او فلسفه یي معلومه کړای شي، که چیري یي دین ضد شالید درلود باید ناروا او کنه روا وبلل شي.

په دې برخه کې افراطي او تفریطي دواړه چلندونه بې ځایه دي.

په هر حال دا ورځې پلټنې او تجزیې ته ضرورت لري، ټولې دیني یا فکري شعارات نه دي او نه ټولې نامسلمانو ټاکلې، به افغانستان کې د حمل دریم د دهقان د ورځې په نوم خپله افغانانو ټاکلې وه، دغه شان ایران د ټولو مناسبتونو لپاره خپلې ځانګړې ورځې لري، مسلمانان دا هم کولای شي لکه هلال احمر یي چې له سره صلیب نه کاپي کړ، د یادو مناسبتونو لپاره خپلې ځانګړې ورځې تعین کړي. ددې ورځو د تعین له ارزښت او ګټو سترګې نه شي پټیدای نو ځکه یې یوه چاره په کار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x