روغتیا

افغاني ډاکټر د دوو سرونو لرونکې ماشومي کامیابه عملیات کړي

نن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ ښار جلال اباد په مرکزي روغتون کي یوه ماشومه چي دوه سرونه یی لرل، د یو افغاني ډاکټر په کامیابه عملیاتو سره ځیني اضافي سر لیري کړه سوی، او د روغتون څخه کور ته لیږدول شوې.

د تفصیلاتو سره سم د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کي د یوې میرمني دوه غبرګولي ماشومان وزیږدل، چي یې په روغتیا برابر او د بل ماشوم پر سر باندي یو بل سر نښتی وو.

د وخت په تیریدو سره هغه بل سر هم غټ سو، او د ماشومي لپاره د خوب کولو او ارام کولو ستونزي زیاتي سولی، ځکه نو روغتون ته ورسول شول او په ننګرهار روغتون کي ورته ډاکټر کامیابه عملیات وکړل.

بي بي سی ته د ددغه عملیاتو جراح احمد عبید مجددي ویلي چي دا د افغانستان په کچه یو بیسارۍ عملیات وه، چي په کامیابي سره تر سره شول.
د نوموړي په وینا د ماشومي په اضافي کوپړۍ سره د اعصابو مهم برخي او حساس رګونه نښتي وه، چي له کبله یې دا عملیات نور هم پيچلي کړه.
او زیاته کړې چي دا سي مالومیږي چي د ماشومي د مور په نس کي دریم ماشوم هم د ودي په حال کي وو، خو د رغتیایي ستونزو له کبله دریم ماشوم وده نه ده کړې، او همداسي د بدن یوه ټوټه پر دغه انجلۍ بنده پاته سوې.

باید وویل شي چي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو او د هغه تر مخه د روسي ځواکونو له خوا د زیاتو بمباریو، او محرمو وسلو د کارولو له کبله د نړۍ په سطحه زیات ناقص ماشومان پیدا کیږي، چي ورته نښانې ویل کیږي، او په هغو سیمو کي ډیر پيدا کیږي، چي ډیر بمبار باندي شوی وي، او یا زیاتي دغه رنګه وسلې په کښي کارول شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x