
د کابل ولايتي شورا غړی په يوه چاودنه کې ټپي شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): شېبه مخکې د کابل ولايتي شورا غړی مولوي عطاءالله فيضاني په يوه چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شو.
مولوي فيضاني د کابل ولايتي شورا تر څنګ د کابل ښار د علماوو د شورا غړی هم دی.
پر مولوي فيضاني دغه چاودنه د کابل ښار باغ رييس سيمه کې هغه مهال وشوه، چې نوموړی له خپل کوره د دفتر پر لور روان و.
د مولوي فيضاني د روغتيايي حالت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د کابل پوليسو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.