نړۍ

عمران خان: پاکستاني طالبانو ته دي سیاسي دفتر خلاص شي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي چي د پاکستان حکومت که رشتیا هم غواړي د پاکستاني طالبانو سره روغه جوړه وکړي، نو لومړی باید دهغوی سره د جنګ بندي اعلان وکړي، او بیا هغوی ته سیاسي دفتر خلاص کړي.

نوموړي زیاته کړې لکه څرنګه چي د افغانستان طالبانو لپاره په قطر کي سیاسي دفتر پرانیستل شوی، همداسي باید د پاکستان د طالبانو لپاره سیاسي دفتر خلاص شي، تر څو ورسره سیاسي مذاکرات پيل شي.

د عمران خان ګوند د پاکستان په مهمه صوبه خیبر پختونخوا کي حکومت لري، او دوه ورځي وړاندي ددغه صوبې په مرکز پيښور کي د عیسایانو پر یوه عبادتګاه باندي چاودني وشولې چي له کبله یې تر دوه نیم سوه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

نوموړي په روغتون کي د همدې پيښي د ټپيانو سره د ملاقاتو کولو وروسته وویل چي دا هیڅ امکان نه لري چي له یوه اړخه مونږ نارې وهو چي سوله دي وشي، او بله اړخه مو جګړه روانه کړې وي.

او زیاته یې کړه: د پاکستان د ټولو ګوندونو په څلورم کانفرانس کي دا اعلان شوی وو چي د طالبانو سره به د سولي په اړه مذاکرات کیږي، خو تر اوسه هیڅ هم نه دي شوي، حکومت باید دسولي په مذاکراتو کي رښتیني اوسي، او باید جنګ بندي اعلان کړي، او طالبانو ته اجازه ورکړي چي یو سیاسي دفتر ولري، ځکه چي بغیر د سیاسي ادرسه هیڅ کله طالبان د حکومت سره مذاکرات نه سي کولای، که دا ونه سي، نو همدا حال به جاري وي، او جګړه به روانه وي.

عمران د عیسایانو پر عبادت ګاه باندي د چاودنو په اړه وویل چي پاکستاني سیاسي ګوندونه ددغه ناوړه پيښي څخه د سیاسي لاسته راوړنو په توګه کار اخلي، او حال داچي په پختونخوا کي په تیرو 9 کلونو کي 170 داسي غمجني پيښي شوي، خو تحریک انصاف کله هم ددغو پيښو څخه د سیاسي موخو لپاره کار نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x