افغانستان

د بهرنيو چارو مرستيال وزير په مشرۍ پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی د تورخم کړکېچ په اړه د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.

ويل کيږي، چې ښاغلي کرزي سره په دې پلاوي کې د ملي امنيت او دفاع وزارت چارواکي ملګري دي.

تېره اونۍ تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هغه مهال له لفظي شخړې وروسته نښته رامنځته شوه، چې پاکستاني پوځيانو د تورخم پولې په صفري نقطه کې اغزن تار او دروازه لګول پيل کړل.

د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ درې ورځې په وقفه‌يي شکل جګړې روانې وې، چې دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

له درې ورځو جګړو وروسته افغانستان او پاکستان په اوربند سلا شول او په پنځمه ورځ د تورخم پوله هم د قانوني اسنادو لرونکو مسافرو پر مخ پرانستل شوه.

وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز افغان چارواکو ته بلنه ورکړې وه، چې د تورخم کړکېچ په اړه د خبرو اترو لپاره دې اسلام اباد ته سفر وکړي.

افغان حکومت د پاکستان بلنه ومنله او نن يې د بهرنيو چارو مرستيال وزير په مشرۍ يو پلاوی اسلام اباد ته ولېږه.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز بي بي سي ته ويلي و، چې دوی به په تورخم کې خپل تاسيسات جوړوي او که چا پرې بريد وکړ، نو دوی به يې ځواب وايي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دواړه لوري به د تورخم کړکېچ په اړه کومې پرېکړې ته ورسيږي که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x