افغانستان

د ښځو د چارو وزيره له طالبانو غواړي، چې پر ښځو تېري کوونکو ته دې شرعي سزا ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ښځو د چارو وزيرې دلبر نظري له طالبانو غوښتنه کړې، چې پر ښځو تېري کوونکي دې ونيسي او له اسلامي شريعت سره سم دې سزا ورکړي.

آغلې نظري په کابل کې يوې خبري ناستې ته په خپله وينا کې د ښځو پر مظلوميت خبرې کولې او د سرطان لومړۍ اوونۍ يې ښځو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې اوونۍ وبلله.

د ښځو د چارو وزيرې وويل، چې يوازې په تېرو درې مياشتو کې د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي شپږ سوه قضيې ثبت شوي دي.

په دغو پېښو کې د ښځو وهل ټکول، ښکنځل، جنسي تېري، جبري ودونه، له خپلو حقونو بې برخې کول او ګڼ نور شامل دي.

د آغلې نظري په خبره پر ښځو د تاوتريخوالي پېښې په کابل، هرات، تخار، دايکندي، غور، بلخ او بغلان کې ډېرې ترسره شوي دي.

کورنۍ ستونزې که څه هم طبعي او د ژوند برخه ده، خو دا چې خبره د کورنۍ د غړي ښځې يا مېړه تر وژلو يا سختو وهلو ورسيږي، يو شمېر کورني او بهرني عوامل لري.

د افغانستان په تاريخ کې تېر څوارلس کاله د کورنۍ شخړو تر ټولو خونړي کلونه بلل کيږي.

ګڼ شمېر افغانان فکر کوي، چې د دغو ستونزو تر شا د ښځې او مېړه د بې پرواهي په ګډون د بهرنيو ډرامو، فلمونو او د بهرنيو انجوګانو له لوري د خلکو په کورنيو چارو کې مداخلې او لاسوهنې دي.

د کابل د فاميلي محکمې يو قاضي محمد عالم سادات وايي، چې د بهرنيو مؤسسو له لوري د افغانانو په کورنيو چارو کې د مداخلو او لاسوهنې له امله د زرګونه کورنيو تر منځ شخړې راپيدا شوي او د ښځې او مېړه د طلاق زرګونه قضيې په محاکمو کې درج شوي دي.

د « kabul love story» په نوم فلمي راپور کې راغلي، چې يوازې پلازمېنه کابل کې سلګونه ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله په زندانونو کې پرتې دي او د جرمونو لامل يې مېړه وژل، له کوره تښتېدل د دفتري کار له امله مېړه، خسرګنۍ، او پلارګنۍ سره شخړې او لانجې ښودل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x