د کافي (Coffee) لس حیرانوونکې ګټې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): کافي یو له هغو مشروباتو څخه دی چې بې شمیره روغتیايي ګټې لري او اوس هم څیړوونکي يي د نوو ګټو څیړلو په لټه کې دي.

دغه مشروب د ځانګړو ځانګړتیاو له امله کولی شي د بې شمیره ناروغیو څخه مخنیوی وکړي او انسان روغ وساتي. دلته مو د کافي له لسو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو:

۱- د پوټکي او سینې د سرطان خطر کموي.

۲- ذهن ارامولو سره انسان له ذهني فشار څخه ژغوري.

۳- د پړسوب ضد خاصیت لري.

۴- د شکر د ناروغۍ خطر ٪۵۰ کموي.

۵- بدن ته د اړتیا وړ فایبر (Fiber) نومې مواد ورکوي.

۶- د الزایمر د ناروغۍ خطر له منځه وړي.

۷- د ویښتانو په شنه کیدو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۸- د تیزابیت مخه نیسي او د پوټکي روغتیا بهتره کوي.

۹- د پارکینسن (Parkinson) ناروغۍ چې د فلج یو خطرناک ډول دی خطر کموي.

۱۰- په بدن کې د ځیګر د سیروز (Cirrhosis of the Liver)  په وړاندې مقاومت زیاتوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د