د روزي پنځلسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

۱- د حضرت امام حسن رضي الله تعالی عنه پيدایښت :

د روژي په ۱۵ ورځ په ۳ هـ ق کال چي د ۶۲۵ میلادي کال د مارچ له ۱ تاریخ سره سمون خوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسي حضرت حسن رضي الله تعالی عنه دنیا ته سترګي وغړولي .

نوموړی د حضرت علي رضي الله تعالی عنه تر شهادت وروسته په څلويښتم هجري کال کي د امیرالمؤمنین په حیث په انتخاب شو ، ۶ میاشتي يي خلافت وکړ ، وورسته يي د مسلمانانو د خپل منځي جګړو د مخنیوي او د اسلامي امت د ښیګڼي په خاطر له خلافت څخه تیر شو او واک يي حضرت معاویه بن ابي سفیان رضي الله تعالی عنه ته وسپاره .

۲- محمد بن ابوبکر رضي الله تعالی عنه د مصر د والي په حیث ټاکل کیدل :

د روژي په ۱۵ ورځ په ۳۷هـ ق کال کي محمد بن ابوبکر رضي الله تعالي عنه  د مصر د والي په حیث تعین شو .

۳- د عبیدالله بن عمر وفات :

د روژي په ۱۵ ورځ په ۳۷ هـ ق کال کي چي د ۶۵۸ میلادي کال د فبروري د میاشتي له ۲۳ تاریخ سره سمنون خوري عبیدالله بن عمر بن خطاب رضي الله تعالی عنهما وفات شو .

۴- اندلس ته د عبدالرحمن داخل رسیدل :

د روزي په ۱۵ ورځ په ۱۳۸ هـ ق کال کي چي د ۷۵۶ میلادي کال د فبروري د میاشتي له ۲۰ تاریخ سره سمون خوري عبدالرحمن داخل چي د قریشو د شاهین په نوم هم یادیدلو له سمندر څخه تیر شو او ځان يي اندلس ته ورساوو هلته يي د ځواکمن اسلامي حکومت بنسټ کیښود .

۵- د صفد د قلعه تسلیم کیدل :

د روزي په ۱۵ ورځ په ۵۸۴ هـ ق کال چي د ۱۱۸۸ میلادي کال د نومبر د میاشتي له ۶ تاریخ سره سمون خوري د صفد استراتیژکه کلا د اسلام د ستر قهرمان سلطان صلاح الدین ایوبي رحمة الله علیه ته تسلیم شوه .

۶- د عین الجالوت تاریخي جګړه :

د روزي په ۱۵ ورځ په ۶۵۸ هـ ق کال د اسلامي نړۍ د ستر قهرمان سلطان سیف الدین قطز په مشري د مصر زړور مجاهدین و توانیدل چي د عین الجالوت په تاریخي معرکه کي وحشي مغلولیانو ته عبرتناکه ماتي ورکړي ، د ځواک له لحاظه دي نه پرتله کیدونکي جګړه کي د مغلولو په نسبت څو چنده کم شمیر مجاهدینو وکړای شول چي مغلو ته درنه ماتي ورکړي ، دي جګړه کي د مغلو ملا ماته شوه او ددوی لمن له اسلامي نړۍ څخه ټوله شوه .

۷- په روسانو د عثمانی خلافت بریالي کیدل :

د روژي په ۱۵ ورځ په ۱۲۲۴ هـ ق کال چي د ۱۸۰۹ میلادي کال د اکتوبر د میاشتي له ۲۴ تاریخ سره سمون خوري دعثماني خلافت  لښکرو وکړای شوای چي د خدای په مرسته سره د تاتاریجه په تاریخي جګړه کي روسانو ته درنه ماتي ورکړي .

۸- د ابوبکر محمد بن عباس خوارزمي وفات :

د روزي په ۱۵ ورځ په ۳۸۳هـ ق کال کي نوموتی عالم او ادیب ابوبکر محمد بن عباس خوارزمي د نیشاپور په ښار کي وفات شو ، نوموړي ته الله تعالی ډيره قوي حافظه ورکړي وه ، په تاریخ او شاعري کي يي ځانګړي استعداد درلود ، د نوموړي  مشهور کتاب رسائل څخه اوس هم په عربي ادب کي استفاده کیږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د