افغانستان

د بولدک ولسوال په جګړه کي نیول شوی پاکستانی افسر بیرته پاکستان ته سپارلی

نن ټکی آسیا: د بولدک ولسوال وايي چي دوی د بولدک په ولسوالۍ کي د پاکستاني ځواکونو سره د جګړې پر مهال یو تن پاکستانۍ افسر ونیو، خو وروستي خبرونه وايي چي هغه یی بیرته پاکستان ته سپارلی.

د بولدک ولسوال محمد هاشم اغا وايي چي دوی په سرحدي ولسوالۍ بولدک کي د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحد د صفري کرښي پر فرعي لارو ګزمه کول چي د پاکستاني ځواکونو سره مخ سول.

نوموړي زیاتوي چي پاکستاني ځواکونو افغانستان ته د چاودېدونکو توکو یو بار موټر  لیږدوی تر څو په افغانستان کي دننه په تخریبي کارونو کي ځیني کار واخلي، او وايي چي کله مونږ پر پيښ سولو نو په جګړه ورسره بوخت سو، او د سختي جګړې وروسته مو یو پاکستانی افسر په داسي حالت کي ونیو چي د توپک مرمۍ یی تمامي شوي وې، او ځان یی مونږ ته تسلیم کړ.

وروستي خبرونه وايي چي هاشم اغا د پاکستان هغه افسر چي د جګړې پر مهال نیول شوی وو، بیرته په ډیر عزت سره په سرحدي سیمه کي د پاکستاني پولیسو یوې پوستې ته سپارلی.

ویل کیږي چي د پاکستاني پولیسو له خوا چي د افغانانو څخه څومره ټیکس او رشوت د دواړو هیوادونو پر پوله اخیستل کیږي په هغه کي د بولدک ولسوالۍ چارواکي هم ونډه لري، او په کښي د برابر شریک دي، نه یوازي ورسره شریک دي، بلکي د افغانانو په زورونه کي هم کومک ورسره کوي، او هم د افغانانو پر زورونه په ډیره بی شرمۍ سترګي پټوي.

تر اوسه ددې پيښي په اړه د کورنیو چارو وزارت چارواکو څه غبرګون نه دی ښودلی، او ګمان کیږي چي هغوی به تر اوسه دداسي یو جریان څخه خبر هم نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x