نظــر

د جمعیت او جنبش وروستۍ نښتې په هیواد کې د کورنۍ جګړې پیلامه

معین احمد (خروټی)

له څو ورځو راهیسې په فاریاب کې د وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي .

په دې نښتو کې یوې خواته د صلاح الدین رباني په مشري د جمعیت پلویان او بل لورته د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ملي ګوند پلویان دي.

ښاغلی جنرال دوستم د ګډ حکومت لومړی مرستیال او ښاعلی صلاح الدین رباني یې د بهرنیو چارو وزیر دی.

د دغو جګړو اساسي لامل پخواني تنظیمي رقابتونه او قومي اختلافات دي چې له امله يي په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سلګونو کورنۍ د سیمې پریښودوته مجبورې شوې.

په هیواد کې د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته په تنظیمي جګړو کې په کابل سربیره د هیواد په مختلفو برخو کې په لسګونه زره انسانان مړه اوژوبل شول.

په شمال کې د دوستمي ګلم جمو او جمعیتي جګړه مارانو اوسنۍ نښتې د هماغو جګړو تسلسل دی چې د هیواد دُښمنه حلقاتو لخوا د معلومو اغراضو لپاره بیا پیل کړل شوې دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال د جنرال دوستم او عطاء په شمول ټول تنظمي جګړه ماران د هیواد ترپولو هاخوا واړول او هیواد یې د هغوی له جګړه ییزې واکمنۍ وژغورو.

خو د امریکایانو لخوا د افغانستان له اشغال سره سم یوځل بیا هغوي د هیواد پرسیاسي واک مسلط شول او د اشغال په تیره ۱۵ کلنه دوره کې د امریکایانو له مالي او نظامي تمویل او تجهیز څخه د ځان په ګټه ډیره استفاده وکړه.

سره له دې چې د همدې تنظیمي جګړه مارانو نومونه خپله د امریکایانو او ملګروملتونو لخوا د جنګي جنایت کارانو په توګه د هغوي په لیستونو کې ثبت دی مګر په تیرو ۱۵ کلونو کې یې هغوي په خپل لاسپوڅي حکومت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په حیث پرافغانانو تحمیل کړي.

د هیښتیا خبره داده چې امریکایان دیته نه دې تیار چې جنرال دوستم د یوه جنګي مجرم په حیث د یوې ورځې لپاره په خپل هیواد کې ومني او په افغانستان کې یې بیا د هغه حکومت لومړی مرستیال ټاکلی کوم چې د دوی د خارجه وزیر تر مستقیم وصایت لاندې جوړ شوي او ټول مالي او پوځي تجهیز يي هم د امریکا له مالي بودیجې څخه کیږي.

خبره مو اصلا د ملي یووالي حکومت د لومړي مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د روانې جګړې په اړه کوله .

له افغانستان څخه د امریکایانو او نورو بهرنیانو د عقب نشیني تراعلان وروسته د هیواد په ځینو سیمو په تیره شمالي ولایاتو کې د کورنۍ جګړې د بیاپیلیدو نښې نښانې راڅرګندې شوې.

دغه جګړه ماران چې د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته د کورنۍ جګړې له لارې د هیواد په سیاسي صحنې کې مطرح شوي او د امریکايي اشغال په دوره کې ښه تقویه شوي اوس د هغوی د پرشاتګ په مهال بیا غواړي د داخلي جګړو په پیلولو سره په شمال کې د خپل پوځي قدرت تظاهر وکړي.

څومره چې هغوی د هیواد په زیاته برخه کې د داخلي جګړو لمن غزولی شي په هماغه اندازه به له امریکایانو او نورو خارجي حلقاتو څخه مالي او پوځي تجهیز زیات تر لاسه کوي او بیا به له دې لارې څخه پرافغان ځوریدلی ولس باندې ځان تحمیلوي.

د هیواد په شمال کې د جمعیت او جنبش ملیشو ترمنځ روانې نښتې، نا امنۍ او ورځ تر بلې زیاتیدونکی اخلاقي فساد ټول د اشغالګرو پلان شوی دسیسې دي او هدف تري یوځلې بیا د کورنۍ جګړې پیلول دي چې افغان ولس د خارجي متجاوزینو د اشغال غزولو ته اماده او مجبور کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x