خبرونه

طالبانو دکمونستانو په لاس دزرګونوافغانانودشهادت پېښه لویه غمیزه وبلله او دعاملینودمحاکمې وعده یې وکړه.

1 farstدسپټمبر په ۱۸ نیټه دهالند حکومت څارنوالۍ دهغو ۵۰۰۰ افغانانو دشهادت نوم لړ او اسنادښکاره او په رسنیو کې یې نشر کړل چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې دافغانستان دخلق رژیم دوخت داستخباراتو دوحشي ادارې (اکسا) له لوري په شهادت رسیدلي وو. دروسانو او دهغوۍ دګوډاګیانو خلقیانو او پرچمیانو له لوري ددې ستر وحشت او ظلم ترسره کیدل دټولو جهتونو،اسلامي تحریکونواو ټولنو له لوري په کلکه وغندل شو

.او ددې سترې غمیزې دعاملینوپه سزا رسولو غوښتنه یې وکړه.

طالبانوهم په یوه تازه اعلامیه کې دا ستره فاجعه په ډیرو کلکو الفاظو غندلې او په پیښه یې شدیده خواشیني څرګنده کړې. طالبانو په اعلامیه دا پيښه ستره غمیزه بللې او ژمنه یې کړې چې ددې پیښې عاملین به محاکمه کوي او په سزا به یې رسوي. په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو دخپل حکومت په مهال هم دروسانو له لوري ترسره شوي وحشتونه په کلکه غندلی او دطالبانو په لاس دکابل دفتحې په ورځ یې ددې وحشتونو او ظلمونو یو شمیر عاملین محاکمه کړي او په خپله سزا رسولي ،ډیر ګومان کیږي چې دطالبانو به په دې ټکو کې اشاره ډاکټر نجیب او دهغه دورور وژنې ته وي .

په اعلامیه کې راغلي طالبانو دخپل حکومت په مهال دافغانستانو دعلماو په تحقیق او پلټنه دا معلومه کړه چې دروسانو په وخت کې نیول شوي افغانان شهیدان دی له هغه وروسته دطالبانو دمشر ملا محمد عمر په یوه ځانګړي فرمان دا کسان ټول شهیدان اعلان شول او په ځانګړو غونډو کې یې فاتحه واخیستل شوه او دپاته شویو اقاربو ،کوڼډو او تیمانو او همدا راز دمیراث په اړ یې دشرعي حکم داتطبیق غوښتنه وشوه.

داعلامیه چې دایمیل له لاري رسنیو ته لیږل شوې نن ټکې اسیا هم یوه کاپی ترلاسه کړې چې دموضوع اهمیت ته په کتو سره یې کټ مټ نشر ته سپاري .

دکمونستانو په لاس دشهيدو شوو افغانانو دلست دخپريدو په اړه داسلامي امارت فرمان او اعلاميه

په دا ورستيو کې د کمونستانو درژيم دظلمونو دلړۍ ديو لوی جرم نوی سند هم را ښکاره شو، چې دپخواني کمونست رژيم د اګسا استخباراتي ارګان لخوا زموږ ۵۰۰۰ مظلوم او مسلمان هیوادوال دمسلمانۍ په جرم په ډليز ډول په شهادت رسول شوي او اوس يي لست خپور شو ، اسلامی امارت دافغانستان دمسلمان ملت د شهيدانو د ريښتوني وارث په توګه يوځل بیا دغه لويه غمیزه په ترټولو کلکو الفاظو غندي ، دعاملينو دمحاکمې ژمنه يي کوي او دشهیدانو له ورثوو ، خپلوانو او کورنيو سره د زړه له تله خواخوږي ښيي ، اسلامی امارت دخپل حاکمیت په زمانه کې ددغو شهيدانو موضوع ته جدي پاملرنه کړې وه ، دکابل دفتحې په لومړۍ ورځ يي ددغې غمیزې ځينې مشهور عاملين دخپل عمل په سزا رسولي وو ، همدا راز هغه زمانه اسلامي امارت په یوبې سارې ګام کې دسترې محکمې اودهیواد جيدو عالمانو په پلټنې او تحيقيقاتو سره ددغو شهیدانو په اړه شرعي حکم معلوم کړ او په يوه فرمان کې د عاليقدر امیرالمؤمنين لخوا په کمونستي دوره کې ټول نادرکه شوي افغانان شهیدان وبلل شول ، فاتحې يي واخيستل شوی او دهغو دکونډو او ميراث په اړه دشريعت دحکم دتطبيق غوښتنه وشوه ، په يوبل ګام کې اسلامي امارت په هغه وخت کې د روسانو څخه ديوې الوتکې دنيولو په موضوع کې چي داسلامي امارت مخالفینو ته یې نظامي سامان آلات بار کړي وه او داسلامي امارت دهوایي ځواک لخوا په کندهار کې را کښته کیدو ته مجبوره شوه الوتکه او رو سي عمله یې ونیول شول هم  په روسانودخبرو په جر یان کي فشار وارد کړ چې باید زموږ د ورکوشوو افغانانو حال معلوم کړي او که ددوی په زندانونوکې ژوندي وي بايد را خوشې يې کړي چې متأسفانه له ډيرو پلټنو او تحقيقاتو وروسته معلومه شوې وه چې دهغو کسانو نه څوک ژوندي نه دی پاتي ، بلکي دکمونستانو لخوا په شهادت رسول شوي دي ، موږ ددې اعلامي سره جوخت دشهیدانو په اړه دهغې زمانې (۴۳)نمبر فرمان هم خپروو چې لوستوالوته يې په اړه پوره معلومات په لاس ورشي .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۱۱/۱۹هـ ق

۱۳۹۲/۷/هـ ش ــ 2013/9/25م

1 farst

2 farst

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x