
پکتیا: د پاکستاني تاسیساتو په موخه جوړه شوې جرګه ناکامه شوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): په پکتیا کې د نظامي تاسیساتو د جوړونکو پر وړاندې د مخنیوي جرګه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.
دغه جرګه چې د پکتیا په ډنډ پټان کې د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړړو قومي مخورو نه جوړه شوې وه، پر دې غږېدل چې څنګه د خبرو له لارې د دې تاسیساتو د جوړېدو مخه ونیسي.
د دې جرګې ګډونوال قومي مخور حاجي مامور وايي چې دوی یوه اوونۍ پرلپسې ناستې وکړې، خو د پښتونخوا قومي مشران ونه توانیدل چې پر پاکستاني حکومت د دې جګړې پرېکړه ومني.
پاکستاني ځواکونه د پکتیا په ډنډ پټان کې پر تاسیساتو جوړولو بوخت دي او قومي مخورو غوښتل چې د خبرو له لارې يې مخه ونیسي.
په پکتیا کې د پاکستاني پوځي تاسیساتو پر وړاندې دا قومي هڅې په داسې حال کې بې پایلې پای ته رسېږي، چې په تورخم کې لا هم پاکستاني تاسیساتو باندې کار روان دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز ويلي چې تورخم کې به تاسیسات روان وي او په وینا يې « دا يې خپله خاوره ده. »