محمد زمان سنګري د سترې محکمې د عالي شورا غړی شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت مسوولینو پر تایید سربېره د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره محمد زمان سنګري هم تایید کړ.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې محمد زمان سنګري ۱۱۳ رایو ته اړتیا درلوده، چې نوموړي د ۱۳۲ رایو په تایید سره دا غړیتوب تر لاسه کړ.

د چارو د ادارې پر حواله محمد زمان سنګري د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې او د دوی په قول په قضايي برخه کې کافي تجربه لري.

نوموړی د روان کال د وري میاشتې راهیسې د ولسمشر له فرمان سره سم د نوماند په توګه ټاکل شوی و.

ياده دې وي ولسي جرګې نن وکولی شوای چې وروسته له دوو کلونو د دفاع وزارت لپاره وزیر تایید کړي، عبدالله حبیبي د دفاع وزیر او معصوم ستانکزی د ملي امنیت رییس شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د