معصوم ستانکزی د ملي امنیت رییس او عبدالله حبیبي دفاع وزیر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې د دفاع پخوانی وزیر معصوم ستانکزی د ملي امنیت ریاست او عبدالله حبیبي ته د ملي دفاع وزارت لپاره د تایید رايې ورکړې.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ټول ۲۱۹ وکیلان حاضر و، چې د هر نوماند د بريا لپاره لږ تر لږه ۱۱۰ رايې ضروري دي.

په نننۍ ناسته کې د دفاع وزارت لپاره نوماند عبدالله حبیبي د ۱۶۷ او د ملي امنیت ریاست نوماند معصوم ستانکزي د ۱۶۱ رایو په ګټلو سره د ولسي جرګې له لوري تایید شول.

یاده دې وي ګډ حکومت له دوو کلونو وروسته پر دې وتوانید چې دفاع وزارت له سرپرستۍ خلاص کړي.

د کابل ښاروالۍ په ګډون، د کانونو وزارت، سیمه ییزو ارګانونو اداره او ګڼې نورې ادارې لا هم د سر پرستانو له لوري اداره کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د