تور کارغان / احسان الله ارینزی

احسان الله ارینزی

کله چې د ډاکټر نجیب الله دولت نسکور او د حضرت صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین رباني په مشرۍ ، لنډ مهاله اسلامي ادارې جوړي شوې ، دوه – درې کسانو په افغانستان بانک کې جاري حسابونه پرانيستل له دې مخکي هیچا اجازه نه درلوده چې په مرکزي بانک کې جاري حساب ولري ځکه چې دا کار د دې بانک له تګلارو او دندو سره په ټکر کې واقع کېده.

دې نویو تنظیمي سوداګرو به د پښتني تجارتي بانک ، صادراتو پراختیا بانک او ملي بانک چکونه له خلکو څخه په بازار کې په نیمه بیه اخيستل بیا به یې د چک پیسې د مربوط بانک له حساب څخه مرکزي بانک ته انتقال کړې له هغه ځایه به یې نوي پیسې ویستلې بیا به یې په شهزاده سرای کې د نورو بانکونو چکونه په نیمه بیه اخيستل او په دې توګه به یې هره ورځ پانګه پوره دوه برابره کېده .

له دې کسانو څخه یو چې په انجینر مشهور و یوه ورځ ماته وویل چې نن یې اوه سوه ملیونه افغانۍ ګټلي دي .
هو ! دې عالی جنابانو د خلکو د اولادونو د سرونو او د زرګونو کلیو د بشپړي تباهۍ په بیه د پیسو او ګټو داسې لارې موندلې وې چې مخکې یې ساری نه درلود او حتی د شیطانانو له سویې څخه پورته وې .

په هر صورت کال وروسته یو له دې کسانو څخه چې اوس یې دېرش – څلوېښت باډیګارډان درلودل د نوي ښار ستاره رستورانت څنګ ته یې (قرارګاه) جوړه کړې وه په پروان مینه کې په یوه لویه بنګله کې اوسېده او نوې ښځه یې هم په نکاح اخیستې وه یوه ورځ ما ته وویل چې هره ورځ BBC د خلکو نومونه اخلي خو زه یې هډو هېر کړی یم نه پوهیږم څه وکړم چې (مه شه هور) او په BBC کې یاد شم؟

دې سړي په دې ورځو کې د یو کور د جوړولو خبره ډېره کوله کله به یې ایرانۍ نقشې یادولې ، کله به یې عربي بنګلی ذهن ته ورتلې ، کله به یې د پېښور حیات آباد کورونه ستایل او کله به یې د کابل پخواني پاخه کورونه په سترګو کې ګرځېدل چې اوس د پنجاب د پلان له مخي هره ورځ ورانېدل او ښار د یوې کنډوالې بڼه غوره کوله.

په هغه ورځ چې زما دې جهادي ملګري د شلم ځل له پاره د کور او شهرت خبره یاده کړه ما په ټوکه ورته وویل چې راځه دا د زرنګار پارک په څنډه عامه کتابتون ته مخامخ د ملک اصغر خان څلور لاره بنده کړه یو څو موټره ډبري ، شګه او سيمنټ واړوه او بس د یوې دنګي ودانۍ کار پیل کړه!

ده وویل چې دا خو ارګ ته ډېر نژدې دی او د اوو اقلیمونو پاچا یې هره ورځ ویني . دلته به څوک زما ودانۍ و نه مني!
ما ورته وویل : چې له قانون څخه د تیښتې غوره ځای د قاضی کور دی. دلته هم ډېر قانون په ارګ کې تر پښو لاندي کيږي او د پاچا نژدې کسان ټول د قانون مخ ته لاړې غورځوي نو ته ډاډه اوسه چې هیڅوک به هم ستا مخې ته ونه درېږي .
څلوېښت داسې باډیګارډان لرې چې هر یو په قساوت او ناروا کې شهره آفاق باله شي . هغه دلته ودروه چې څوک درته کاږه ونه ګوري!

نوي قوماندان زما وړاندیز ډېر غیرعقلاني یا غیرعملي و نه باله خو داسې وېره یې درلوده چې ارګ ته په نژدې څلورلاره کې به د کور جوړول د اوو اقلیمونو پاچا و نه مني !

ده عقیده درلوده چې په خیرخانه ، تایمني ، خوشحال خان مېنه یا درېیمه کارته کې دا کار کېدونکی دی ځکه له ارګه لیرې دي او پاچا یې نه ویني خو دا څلورلاره ارګ او پاچا ته ډېر نژدې موقعیت لري!
ما ځواب ورکړ چې ته له کوره د شهرت شوقی یې که کور جوړ شو نور علی نور که جوړ نه شو (مه شه هور) خو به شي او BBC به دې یاد کړي!!

ده وخندل او وې ویل چې زه به لږ فکر وکړم او بیا به د کور جوړولو یا نه جوړولو پرېکړه وکړو!

دا کیسه مې ځکه ولیکه چې د وردګو ولایت په مرکز (میدان ښار) کې همداسې یو کار شوی او څو چارواکو د کریم خان تالار د رسمي انګړ په منځنۍ برخه کې د کورونو له پاره ځمکه غضب کړې ده .

په میدان ښار کې د کریم خان تالار انګړ یا محوطه د کابل د ملک اصغر خان څلور لارې حیثیت لري.

که دا څلورلاره ارګ او پاچا ته نژدې ده کریم خان تالار د وردګو ولایت مقام ته ډېر نژدې پروت دی او جناب والي صیب یې هره ورځ وینی ، د استاد رباني د پاچایې په وخت کې هغه جهادي قوماندان دا جرئت ونکړ چې د ملک اصغر خان څلور لاره غصب او هلته کور جوړ کړي خو د حامد کرزي د پاچایې په وروستیو میاشتو کې د وردګو والي مجید خان خوګیانی جمع تفداني او چهاریار کبار(د والي د امنیت مشر، د والي ویاند ، د والي اداري رییس او نور) د داسې لویې ودانۍ الحاقیه ځمکه غصب کړه چې احاطه لري . فلمونه یې شته ، خلک پرې خبر دي ، خلک یې ویني مګر دا چارواکي دومره حریص وو چې د خلکو شرم او پیغور یې په غاړه واخيست خو د کریم خان تالار الحاقیه ځمکه یې په نره غصب او د کورونو له پاره په خپلو کې ووېشل .

په پښتو کې یو متل چې وایې پک مې لیدلی و خو نه ماغزه وتلی .
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د چارواکو او د چارواکو تنظیمي خپلوانو په داسي چور او غصب لاس پوري کړ چې ښایې د نړۍ په تاریخ کې ساری و نه لري.

په میدان ښار کې د غازي کریم خان تالار د محوطې د ځمکې غصب د هم هغه پک کیسه ده چې ماغزه یې وتلي ښکاري .

دا دومره بې شرمي ده چې ساری نه لري .

که څه هم چې د دې ودانیو کارونه اوس ولاړ ښکاري خو د هغه کسانو نومونه به په تاریخ کې په تورو کرښو ولیکل شي چې په دومره سپين سترګۍ عامه ، شخصي او دولتي ملکیتونه غصبوي خو خلګو ته ځانونه سپیني کوتري معرفي کوي .

د ښاغلو کرزي، غني ، عبدالله په واکمنیو کې سپیني کوتري نشته خو تور کارغان سخت په مزو کې ډوب ښکاري !!