
پرتله !
لیکوال : عمر پیمان
ددنیا په مینه چې اخته شې دا به یې حال وې :
طبیعت یې خراب وې فکر یې ګډ وډ وې ځمکه ورته سره تبۍ وي او په دې کي سوچ وهې چې فلانکې خو داسې کور جوړ کړ، داسې موټر یې واخست، زه ولې تر ده نه یم ښه باید مې تر ده مي موټر او کور په دوه چنده ښه وې له دې فکر سره سم په څو ګناهونو اخته شې :
1- په تعصب شروع وکړې او له هغه چا سره په ضد کې شې چې تر ده یې ښه کور او موټر دی .
2- درواغ وایې خلګو ته وایې چې زه هم داسې او داسې شیان لرم پرون مې د دومره روپو خریدارې وکړه دا ددې لپاره چې خپل جانب مقابل لورې ته د ده حال ور ورسیږې
3- بهتانونه لګوې له چا سره چې یې را اخستې وې په هغسې بې ځایه او بې بنسټه خبرې کوې او هغه خلګو ته بد ورمعرفې کوې
کله چې په پورتنیو ګناهونو اخته شې په زړه یې تور داغ ولګیږې او له عبادته مخ واړوې هغه خدای چې دی یې له عدم څخه وجود ته راوستی ورڅخه له یاده ووځې ټوله زندګې یې په عیش او عشرت کې تیره شې په ټول عمر یې په سترګو قرآن او حدیث ته نه وې کتلې .
په غوږو یې قرآن حدیث یا بله ښه خبر د ژوند تر پایه نه وې اوریدلې ،لاسونه خو یې په زندګې یو خوار یا غریب ته والله که نیولې وې چې واخله دا صدقه ،قسم یې کړی وې چې خپلې پښې به مسجد ته یا بل داسې نیک ځای ته په تلو سره ستړې کړم .
عبس عمر پرې تیر شې تر څو چې څو ورځې وروسته دې د کور دروازه وټکیږې او درته ووایې چې فلانکې په بازار کې په ترافیکې پیښه کې مړ شوی په دومره بجو یې جنازه ده .
او چي زړه دي د الله مینه نیولی وې :
په خو شحالیو او مستیو کې به وې ، چیرته په مسجد کې به یې یو عابد یابه یې په سنګر کې مجاهد زلمی لیدلی وې بس ځمکه به ځای نه ورکوې په هغه عابد او مجاهد به یې غفته کیږې د ځان په اړه به فکر کوې چې کاشکې زه هم داسې وای او په دې هڅه کې شې چې,زه هم باید د ده په شان عابد او مجاهد شم ، د ددې په ځای چې له ده سره تعصب وکړې یا درواغ او بهتان وتړې له هغه سره یې نوره مینه زیاته شې .
په سترګو بیا بې له قرآنه بل څه نه وینې د قرآن تلاوت یې د سترګو دید وګرځې ،غوږونه یې د قرآن او حدیث او یا دتکبیر له غږه پرته نور څه نشې اوریدلی کنې بیا کاڼه دې ، لاسونه یې تل خپل رب ته لپه وې او له خدایه غواړې ته رانه راضې شې ،پښې یې د سنګر مزلونو ور تڼاکې کړې وې او چې خبریږې وایې فلانکی خو په سنګر کې له کفارو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو . یابه درته وویل شې چې راځه د فلانکې جنازه ده بیګاه شپه خدای ته په سجده وو چې خپل رح یې خپل حقیقې بادار ته وسپاره.