fbpx

افغان او پاکستاني چارواکي پر یو میکانیزم سره یوه خوله شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): د تورخم شخړې پر سر پاکستان ته د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ تللی پلاوی له پاکستاني چارواکو سره پر یو میکانیزم یوه خوله شوي دي.

د تېرې اوونۍ پر دویمه ورځ په تورخم ښارګوټي کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې د اوونۍ تر پایه خال – خال روانه وه.

د همدې شخړې د حل په موخه د بهرنیو چارو زوارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي پر مشرۍ شپږ کسیزه پلاوی تېر سهار اسلام اباد ته ورسېد او د ورځې په اوږدو کې له پاکستاني سیالانو سره د ستونزو د هواري په موخه پر یو ګډ میکانیزم جوړولو یوه خوله شول.

دغه پلاوی چې پکې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم شامل و ود ملي امنیت شورا او دفاع وزارت استازي هم برخه وال و، دوی د پاکستان د بهرنو چارو وزارت له مرستیال اعزاز چوهدري سره لیدلي او د دې وزارت له سلاکار سرتاج عزیز سره يې هم ځانګړې ليدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې افغان لوري پاکستاني چارواکو ته د تورخم جګړه، په پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو کې افغان خاوره کې مداخله او پر افغان خاوره د توپونو ډزې هم یادې کړې.

د سرچینې په وینا په لیدنه کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د ستونزو د هواري په موخه به یو ګډ کمیسیون جوړوي او د دې کمیسیون له لارې به مسایل د خبرو په وسیله حل کوي.

د پلاوي د معلوماتو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په روانه اوونۍ کې د ازبکستان پلازمېنه کې د شانګهای ناستې په اوږدو کې په دې اړه وغږېږي.

پلاوي په تورخم کې د پاکستاني تاسیساتو د جوړولو په اړه رڼه خبره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې له پاکستاني اړخ سره يې د ښه ګاونډیتوب په پاللو ټينګار کړی.

ياده دې وي دوه ورځې وړاندې سرتاج عزیز تورخم کې جوړېدونکي تاسیسات پخپله خاوره کې وبلل او ويې ويل چې د دې تاسیساتو د جوړولو لپاره د چا اجازې او خوښې ته اړتیا نه احساسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د