لکه شبنم دګل په پاڼه وېده – زه داسې اوښکه په ليمه لرمه

چې ستا کوڅې ته تله راتله لرمه

پوه شه چې مينه دی په زړۀ لرمه

چې په نامه ئې شلمه زما هسکه ده

زه داسې پلار داسې نيکه لرمه

دبابا جان تاريخ ژوندی چې ساتي

زه داسې زوی داسې وراره لرمه

مظلومې اوښکې چې هجرت پري کوي

دغسې لار په ګرېوانه لرمه

چې نسبونو دجهان منلی

داسې نسب دپښتانه لرمه

لکه شبنم دګل په پاڼه وېده

زه داسې اوښکه په ليمه لرمه

چې سره وژنی په خپل مينځ کې وروڼه

داسې آفت په خپل کاله لرمه

سلو کې يونيم باسواده نشته

په وطن دغسې تياره لرمه

کرمان ډهلی او سمرقنده پوري

داټوله خاوره په نامه لرمه

نور ئې له مېني ماتوبه ايستلی

هر ښکلې مخ ته صرف کاته لرمه

تر سر اومال چې ورته تېر يم اکبر

ديار له خوا به څه خواږه لرمه

شاعر: محمد اكبر خان اندړ



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.