نظــر

د بی حیایۍ د فرهنګ زیاتوالې…

پدی وروستیو کی د افغانستان خلک د بی حیایې د ستر مشکل سره مخ دي او هغه دا چی بعضی انجونی د اسلامی لباس د نه مراعت کولو په خاطر بهر ته ډیر په بد حالت کی راووځي او بهر د هلکانو ماغزه او سترګی او همدا رنګه زړونه په ډیر بد حالت سره مخ کوي، کله چی هم داسی خلک ګورم نو د ابراهیم (ع) واقعه را په یادیږي او همدا رنګه د ستر پیغمبر (ص) هغه حدیث چی فرمايي د یوی ښځې په سر باندی به څلور کسان جهنم ته ځي را په یاد شي.

الحدیث: اذا فاتک الحیاءُ فافعل ما شیتُ…

کله چی هم د ابراهیم (ع) د پاره نمرود علیه العنت د اور د سوځولو چمتوالی ونیو نو هغه یې په ټال کیناؤو او د ورغورځولو د پاره یې امر وکړو، نو پدی وخت کی د ټال دواړی خواوې ټینګې وی پدی وخت کی شیطان علیه العنت راغی او ورته یې ووی چی څو سر توری ښځې چی سرونه یې لوڅ وي راولۍ، کله چی هغوي دا سرتورې ښځې راوستی نو د ټال دواړه خواوې خوشی شوی او ابراهیم خلیل الله په اور کی ورولویده، خو د الله جل جلا له امر وو اور ته چی: یا نارُ کوني برداً وسلاماً علی ابراهیم پس د الله جل جلا له په امر باندی اور یخ شو او ابراهیم (ع) یې هیڅ ستونزه جوړه نه کړه.

اوس دا چی د ابراهیم (ع) ټال چا نیولو وو او ولی د ښځو د لیدلو نه وروسته ټال خوشی شو.. څیړو.

الله جل جلا له د خپل خلیل د سوزیدو د بچ کیدو د پاره خپلی ملایکی رالیږلی وی، او وروسته د هغی نه چی شیطان د ښځو د راوړلو وویل، نو ملایکی د ښځو د بی حیایې او د بی شرمۍ د وجی دغه ټال پریخودو او لاړی.

اوس نو قضاوت پر تاسو چی کله د تورسرو د سر د لوڅیدو په وجه ملایک د یو ځای نه ځي نو اوس پدی حال کی به د افغانستان په کوم ځای کی د رحمت پرښتی وي.

نن مونږ او تاسو ګورو چی څومره افغان انجونی په بی شرمه توګه او بی حیایې توګه باندی بهر ته راووځي، او په څومره بی شرمه ډول باندی غربي کالي اغوندي.

د رسول الله (ص) په یو حدیث شریف کی راځي چی داسی ښځې فکر کوي چی دوي په لباس کی دي مګر په حقیقت کی دوي بربنډی دي.

په افغانستان کی نن سبا د دموکراسۍ یا د حقوق بشر په نوم د دی هیواد ښځو د بی ستره کولو لاری چاری جوړیږي، او تل دی د پاره دوي پدی هڅه کی دي، چی څرنګه د افغانستان د غیرت نه ډکی ښځې بی ستره او بی شرمه جوړی کړي.

چیرته دي د افغانستان هغه اسلام دوست خلک چی تل د پاره به یې د اسلام دوستۍ دعوه کوله او خپلی افغانې لوڼې او انجونی به یې بی ستره نه پریخودی؟

چیرته دی هغه افغانان چی د خپل پت او عزت ورسره هیڅ خیال نشته؟

مونږ چی څومره هم د ښځو په باره کی د هغوي د حقوقو څخه ملاتړ کوو، هغه دا مطلب نه لري چی ګوندی دوي دی بی ستري او بی حیايي شروع کړي.

د یوی ټولنی زوال هم په همداسی ډول بی شرمو او بی حیاؤ ښځو د لاسه دی، نن په کابل کی د همدی ډول ښځو کړنی په ښکاره ډول ګورو چی څرنګه اخلاقي فساد یې جوړ کړی دی.

بهرني هیوادونه تل د افغانستان د هیواد څخه د اداري فساد د مخنوي په باره کی د هغوي څخه غوښتنی کوي، او په مقابل کی یې د اخلاقي فساد لاری چاری ښواری کړي دي.

کله د اسلام په سپیڅلی دین کی د ښځې د پاره دا شته چی دا دی لاړه شي او د یهودو او یا هم د بی دینو په دفتر کی دی کار وکړي، هغه بی غیرته اوبی پته پلار او رور د دی خبری پسی نګرځي چی ځما سپیڅلی دی (اسلام) ماته څه ښايي. د اسلام په سپیڅلي دي کی نباید یوه محرمه ښځه د یو نا محرم سړي سره لاس ورکړي، بی ادبی دی معاف اوس لاس ورکول نشته دی بلکی اوس خو د غاړو ورکولو کار روان دی، د یوی ښځی د سر ویښته د دی عورت دی، د دی د کالي د دی عورت دی، هر څومره ځوانان چی دوي پدی چل باندی غلطی لاری ته جذبوي د هغی دو چنده د هم دوي کیږي. د ښځی غږ د دی عورت دی ولی په بد بختانه ډول چی نن هیڅ افغان د دی ټکی په نه پاک نیولو کی بی غیرته پاتی شوی دی او خپله ملا یې د بی غیرتۍ د لاسه د لور یا د خپلی ښځی ګټې ته نیولی دی.

د اسلام علماؤ ته پکار دي چی دوي پدی لاری کی خپلی هلی ځلی ګړندۍ کړي او د دی غلط فرهنګ د پرمختګ د مخنیوي د پاره ګډی هڅې وکړي.

کوم عزت، مقام، او لوړوالی چی اسلام ښځو ته ورکړی هغه د نړۍ د هیڅ هیواد وګړي نشي ورکولی، غربي هیوادونه پدی هڅه کی دي چی د حقوق بشر په نوم باندی افغانان وغولوي او هغوي ته د خپلو غلطو اهدافو د حاصلولو د پاره هغوي ته زده کړه ورکړي. ولی افغان پیغلی او ښځې دی دا ټکې په پام کی ونیسي، چی دا ټولی د یهودو او د بی دینو توطی دي او دوي غواړي چی مسلمانان د اسلام په ضد وهڅوي او دوي ته داسی فکر ورکړي چی ګواکی اسلام هیڅ د ښځو د حقوقو په فکر کی نه دي ولی دوي باید په یاد ولري چی دوي د ډیرو سترو اسلامي حقوقو څخه برخمنی دي. او د دوي د حقوقو ذکر الله جل جلا له خپل مقدس کتاب قرآن کریم کی کړی دی، او بار بار یې خپلو بندګانو ته د دوي سره ښه سلوک او رفتار کولو امر یې کړی.

د افغان پیغلو نه یواځې دا چی خپل اسلامی فرهنګ ته یې شا کړی ده، بلکی د هغی پر ضد هم په بعضی ځایو کی کار کوي او هغه داسی چی کله هم په کوم ځای کی د حجاب مسله راشي، نو هغوي داسی فکر کوي چی دا هر څه چټیاټ دي او هغوي د دی کار د نه منلو د پاره اماده وي.

ولی الله جل جلا له په خپل کتاب قرآن کریم کی فرمايي: یَا أَیُّهَا النَّبِیُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِینَ یُدْنِینَ عَلَیْهِنَّ مِن جَلَابِیبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَی أَن یُعْرَفْنَ فَلَا یُؤْذَیْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِیمًا ؛

وَیَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا یُبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْیَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَی جُیُوبِهِنَّ وَلَا یُبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ… و لا یضربن بارجلهن لیعلم یا یحفین من زینتهن…

وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِی لَا یَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَیْسَ عَلَیْهِنَّ جُنَاحٌ أَن یَضَعْنَ ثِیَابَهُنَّ غَیْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِینَهٍٔ وَأَن یَسْتَعْفِفْنَ خَیْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِیعٌ عَلِیمٌ ؛

نو اوس راځۍ چی وګورو چی څنګه مونږه باید د دی بی دینه فرهنګ په مقابل کی اودریږدو او مخ نیوی یې وکړو.

دوي چی کومی خبری ښځو ته د حقوقو ورکولو په باره کی کوي په اصل کی داسی نه ده بلکی دوي غواړي چی په دی لاری سره ښځی بی لاری کړي.

د دوي د حقوقو ورکولو ښکاره ثبوت خو په نیغه مسلمانان ګوري، او د دوي ظلم او ستم پدی غریبه طبقه باندی ګوري چی څومره ظلم او په ستم پری روان دی، اوه دا بی دینه خو دوي ته د حیوان په سترګه باندی هم نه ګوري نو دوي به دوي ته حقوقو څنګه ورکړي.

عبید تنویر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x