مجاهد: د بدخشان بې هدفه چاودنه غندو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږلي پيغام کې ویلي چې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې چاودنه په طالبانو پوري اړه نه لري.

نوموړي دغه پیغام کې چې په پښتو او دري ژبه یې نن ټکي اسیا ته لیږلی، ویلي: «موږ هغه بدنامونکي بریدونه چې هدف يي معلوم نه وی غندو.»

تېره ورځ د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې دننه یوه چاودنه وشوه چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه لس تنه په کښي ووژل شول او تر ۴۰ کسانو زیات نور په کښي ټپيان شوه.

د بدخشان ولایت د ویاند احمد نوید فروتن په وینا دغه چاودنه تېره ورځ سهار پر لس بجې د کشم ولسوالۍ په چوک کې را منځته شوه.
نوموړي ویلي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وه او د ریموټ کنټرول په واسطه انفجار ورکړی شوی وو چې له امله یې لس تنه ووژل شول.

د کشم ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکټر جمیل سلطاني رسنیو ته ویلي چې د پيښي له ځایه دوی ته ۴۰ تنه ټپيان ور وړل شول.

د دې پيښي مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو دا چاودنه وروسته تر هغه را منځته شوه کله چې په کابل کې د طالبانو په یوه سرتیري برید کې ۱۴ نیپالي سرتیري ووژل شول او پنځه نور ټپیان شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د