نړۍ

د شيعه ملا پر سر بحرين ته د ايراني جنرال ګواښ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغې، چې د بحرين حکومت دغه هېواد کې د شيعه ملا او د بحرين د شیعه‌ګانو مشر شيخ عيسی قاسم تابعيت لغوه کړ، د ايران القدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني د بحرين حکومت ته ګواښ کړی، چې د شيخ عيسی قاسم شخصيت د ايران لپاره سره کرښه ده او که د بحرين حکومت د دغه شيعه ملا پر ضد له تاوتريخوالي لاس وانخيست، نو دوی به اړ وي، چې د حکومت پر ضد وسل‌وال مقاومت پيل کړي.

د القدس ځواکونو مشر جنرال سليماني
د القدس ځواکونو مشر جنرال سليماني

تېره ورځ د بحرين کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبره پاڼه کې ويل شوي وو، چې حکومت د شيعه ملا شيخ عيسی قاسم تابعيت له دې امله منسوخ کړ، چې د پرديو هېوادونو په لمسون بحرين کې مذهبي شخړو او تاوتريخوالي ته لمن وهي.

د حکومت له دې پرېکړې وروسته زرګونه شيعه‌ګان د شيخ عيسی قاسم د کور مخته راټول شوي، د بحرين د پاچا حماد بن عيسی الخليفه او حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

د ايران نيمه رسمي خبري اژانس فارس نيوز د جنرال قاسم سليماني له قوله ليکلي، چې د شيخ قاسم پر ضد د حکومت دغه ګام د ايران لپاره سره کرښه ده او که بحرين له دې سرې کرښې تېر شو، نو دې سره به په سيمه کې د اور لمبې بلې شي او د بحرين شيعه‌ګانو ته به له وسله‌وال مقاومت پرته بله لاره نه وي پاتې.

د بحرين کورنيو چارو وزارت پر اية الله عيسی قاسم تور لګولی، چې نوموړی تل له ناقانونه وسله‌والو ډلو او ترهګرو سره په اړيکه کې وي او د ده کړنې هېواد لپاره ګواښ دي.

د ملګرو ملتونو د قانون له مخې د هېواد تبعه په هېڅ صورت له تابعيته نه شي بې برخې کېدای، مګر د بحرين د اساسي قانون له مخې د هر هغه چا تابعيت منسوخ کېدای شي، چې د سلطنت ګټو ته زيان رسوي او يا د هېواد د تبعه په توګه خپله وفاداري بدلوي.

حکومت د شيعه ګانو اپوزيسيون ډلې «ملي مرکزي اسلامي ټولنې» فعاليتونه ناقانونه اعلان کړي، مشر يې شيخ علي سليمان يې د بغاوت په تور زنداني کړی او ټولې شتمنۍ يې ور کنګل کړي دي.

شيخ سلیمان تېر کال د بغاوت په تور په څلور کاله بند محکوم شو، مګر وروسته يې د بند موده نهو کالو ته پورته شوه.

د عربي چارو کارپوهان له ډېره وخته په دې اند دي، ايران عربي نړۍ کې د خپل پراختيايي فکر په لټه کې دی او د امريکا په خوښه عربي هېوادونو لګېدلي کې اور ته لمن وهي او غواړي، چې سيمه کې د يو ځواکمن هېواد په توګه رامنځته شي.

د الجزيرې تلويزون د «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي، چې ايران د امريکا په مشوره سيمه کې د حکومتونو پر ضد په ګڼو پلانونو کار کوي او امريکا غواړي، چې ايران سيمه کې د يو مشر او قوي هېواد په توګه رول ادا کړي او د سيمې ټول هېوادونه د ايران تابع وي او د همدې لپاره يې عراق، سوريې، لبنان، بحرين، يمن او نورو هېوادونو کې خپل مستقيم او غير مستقيم عمليات پيل کړي او ايران د امريکا په مرسته تر ډېره په خپلو موخو کې بريالی شوی دی.

ژورناليست او د عربي چارو شناند عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري له تېرې اوږدې مودې په همدې لټه کې و، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.

عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق، سوريې، يمن، بحرين او نورو خليجي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي، سيمه کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي، سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صمیم

بحرین ډیر ښه کار کړی ده.

الحاج استاذ بیانزی

زه بیا له مجبوریته او د سنی اسلامی غلامو او ناوړه حکومتو څخه په ناهیلی وایم ، ایران ښه کوی چه د عربی شیخانو به ضد له خپلو شیعه مبارزینو په بره او نره دفاع کوی ، تر هغی چه دغه عربی عیاش او غلام شاهان د عبرت درس ونه ګوری ټوله اسلامی نړی ( د سنیانو حال به تر دی هم بدتره وی . د اسلامی نړی په سلو کی لس برخی شیعه او نوی برخی سنیان شتون لری ، مګر هماغه لس برخی شیعه په سلو ک نوی برخی د اسلامی نړی واک لری تسلط او نفوذ لری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x