د بګرام بنديان د چارواکو له «ناوړه کړنو» شکايت کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): په بګرام زندان کې سياسي بنديان شکايت کوي، چې امنيتي ځواکونه ورسره ناوړه او له سپکاوي ډک چلند کوي.

د بګرام يو زنداني د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، امنيتي ځواکونه دوی خپل عبادت ته نه پرېږدي، د روژه ماتي، تراوو او نورو عبادتونو پر مهال ورته سپکې سپورې وايي.

دغه زنداني دا هم وويل، چې امنيتي ځواکونه د زندانيانو ږيرې ورسوځوي، وهي ډبوي يې او هر ډول غير انساني پېغورونه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار او ساتنې کميټې څو څو ځل په خپلو راپورونو کې د هېواد په زندانونو کې د بنديانو د شکنجنو او د هغوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي او له چارواکو يې په تکراري توګه غوښتنه کړې، چې د بنديانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

نړيوالو رسنيو څو څو ځل د افغانستان زندانونو په اړه داسې راپورونه خپاره کړي، چې امنيتي ځواکونه په لوی لاس بنديان شکنجه کوي، وهي ډبوي يې او د بشري حقونو پر ضد کړنې ورسره کوي.

د دې تر څنګ د هېواد په ګڼو زندانونو کې د اخلاقي او اداري فساد شتون هم د څارونکو اندېښنې راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار کمېټې د هېواد په کچه له دوو زرو زياتو زندانيانو سره خبرې کړي او د ټولو په خوله همدا يو شکايت دی، چې چارواکي ورسره ناوړه او غير انساني چلند کوي او ښځينه زندانيانې د چارواکو له لوري د اخلاقي فساد شکايت هم کوي.

د بشري حقونو د څار ادارې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړيوالو ټولنو غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د زندانيانو د وضعيت څېړلو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي او له بندیانو سره دې د ليدو کتو او د هغوی د شکايتونو د اورېدو لپاره دې مستقيمې اړيکې وساتي.

د بنديانو حقونه

د جنګي بندي حق دا دی، چې بايد د خپل مدافع وکيل پر وړاندې وغږيږي او د مدافع وکيل له شتون پرته هېڅوک حق نه لري، چې دی وغږوي.

مجرم بايد يوازې د خپل نوم، دندې او رتبې په اړه خبرې وکړي، مګر د بګرام او څرخي پله په ګډون د هېواد په بېلابېلو محبسونو کې پراته زندانيان، عملا نه مجرمان بلل کيږي او نه هم جنګي بنديان.

زندانيان څنګه په کومو شرطونو ازاديږي؟

دا راز هغه افغان ته معلوم دی، چې د  بګرام، څرخي پله يا بل کوم زندان کې يې د کورنۍ کوم غړی يا دوست بندي وي او د ازادۍ په تمه شپې ورځې تېروي.

د بنديانو کورنۍ او دوستان وايي، چې څارنوالۍ، قاضيان او لوړپوړي چارواکي د خپلو کمېشن کارانو په واسطه له دوی په لوړه کچه رشوتونه غواړي، چې په بدل کې يې بندي ورته راخلاص کړي او هغه څوک، چې د چارواکو رشوتونه نه شي پوره کولای، نو د هغوی بنديان په کلونو کلونو د زندان تورو تمبو شا ته پراته وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د