qabroona

كمونيستي جنایت کاران ولي نه محاکمه کیږي؟

(د نن ټکی آسیا سرمقاله) : پرون د چارشنبې په ورځ د هغو شهیدانو وارثینو چې نومونه یې د دې اونۍ په پیل کې د هالنډې څارانوالۍ لخوا نشر شول د یوې غونډې په ترڅ کې دکرزي له حکومت نه دخپلو شهیدانو د قاتلینو د محاکمې غوښتنه وکړه .

د هالنډ څارنوالۍ تیره میاشت د هغو پنځه زرو افغانانو لست خپور کړ چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸لمریزو کلونو کې د کمونیستانو د واکمنۍ په مهال د هغوئ د بدنامې استخباراتي شبکې (اګسا) له خوا په شهادت رسول شوي ول.

په دغو را غونډ شویو کسانو کې چې ډیری یې ښځې او بوډاګان ول داسې کورنۍ هم وې چې څلور پنځه غړي یي د خلقیانو د واکمنۍ په مهال بندیان کړای شوي او دوئ یې تر اوسه پوري د مرګ او ژوند په هکله معلومات نه لرل.

د وحشي کمونیستانو جنایت یواځې د دغو ۵۰۰۰ کسانو تر شهادت نه دی محدود؛ بلکې د هغوئ د کفري وحشیانه واکمنۍ په مهال تر یو نیم میلیون زیات افغانان په شهادت رسیدلي ، ۷میلیونه هجرت ته اړیستل شوي او په سلګونو زره نور معیوب شوي ، خو د دې په ځای چې د دغو ټولو سترو جنایتونو عاملین مجازات شي همدا اوس هغوئ د لوړو دولتي پوستونه په سر کې قرار لري او لا هم د وخت د حکومت لخوا د مهمو منصوبونو په ورکولو سره نازول کیږي .

یواځې د کمونیستانو د دورې د اګسا مشر اسد الله سروري چې دلس ګونو زره افغانانو دښکاره قاتل په حیث د رباني د رژیم له لوري بندي شوی وه له تیرو دولسو کلونو راهیسې دمحاکمه کولو چارې په یوه او بله پلمه ځنډیدلې او د وروستیو معلوماتو په اساس چې هغه هم د کرزي په حکومت کې د میشتو لوړ پوړو خلقي چارواکو په مرسته اوس له محبس څخه ایستل شوی او کوم بهرني هیواد ته لیږل شوی.

سره له دې چې نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې په شکلي بڼه په اعدام محکوم شو خو بیرته یې اعدام په ۱۹ کاله قید بدل او هغه هم د پخواني تیر کړي بند په بدل کې ورته معاوضه شو او نور په خوندي توګه ورته د خلاصون لاره برابره شوه .

له اسد الله سروري پرته د جنرال تڼی او جنرال علومي په څیر په لسګونو نور معلوم الحاله قاتلین همد اوس په ولسي جرګې او نور ارګانونو کې شته دی چې په هسکه غاړه د خپل پخواني کمونیستي تنظیم (د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند) په جنایتونو او د افغانستان د ملت په وړاندي په تر سره کړیو وحشتونو باندې فخر کوي .

دا چې ولي هغوئ د ملت د قاتلینو په توګه دعدالت میز ته د محاکمې لپاره نه را کش کول کیږي لامل یې ټولو افغانانو ته مالوم دی اوهغه دا چې له کمونیستې دورې را وروسته تنظیمي جګړه مارانو هم په داسې جنایتونو لاس پوري کړ چې له ملت څخه یې د کمونیستانو ټول وحشتونه هیر کړل او اوس هماغه جنګي جنایت کاران د پخوانیو کمونیستي قاتلانو تر څنګ یو ځای تر امریکايي چتر لاندې د افغانستان په سیاسي واک مسلط دي چې په هیڅ ډول نه غواړي خلقي جنایت کاره قاتلین دي د مظلومو افغانانو د قتل په جرم محاکمه شي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د