د روزي شپاړسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي 

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

د نوموتي مورخ علي مقریزي وفات  :

د روژي په ۱۶ ورځ په ۸۴۵ هـ ق کال کي چي د ۱۴۴۲ میلادي کال د جون له ۲۷ تاریخ سره سمون خوري مشهور تاریخ لیکونکی علي مقریزي له دنیا څخه سترګي پټي کړلي ، نوموړي ګڼ شمیر تالیفات کړي د هغو له جملي څخه ( المواعظ و الاعتبار في ذکر الخطط و الاثار) زیات مشهور دی .

په عکا کي د ناپلیون بونا پارټ ماتي :

د روژي په ۱۶ ورځ په ۱۲۱۳ هـ ق کال کي چي د ۱۷۹۹ میلادي کال د فبروري د میاشتي له ۲۰ تاریخ سره سمون خوري د ناپلیون بونا پارټ په مشري فرانسوي یرغلګرو د عکا ښار د مسلمانانو په وړاندي په جګړه کي ماتي وخوړله.

  د شیخ حسنین مخلوف زیږیدنه :

د روژي په ۱۶ ورځ په ۱۳۰۷ هـ ق کال کي چي د ۱۸۹۰ میلادي کال د مي د میاشتي له ۶ تاریخ سره سمون خوري د مصر وتلي عالم محمود حسنین مخلوف دنیا ته سترګي وغړولي ، نوموړي څه موده د مصر د لوی مفتي په حیث هم دنده ترسره کړه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د