افغانستان

طالبانو په هلمند کې لسګونه «مشکوک» مسافر له موټره ښکته کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولايتي چارواکي وايي، چې ناڅرګندو وسله‌والو د ګرشک ولسوالۍ اړوند سيمه کې لسګونه مسافر تښتولي دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک رسنيو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې يو شمېر مسافر له هرات څخه کابل ته پر لاره وو، چې ګرشک ولسوالۍ کې د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري وتښتول شول.

عمر ځواک وايي چې د تښتولو شویو کسانو له ډلې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه بېرته خوشي کړل شوي دي، خو د نورو د برخلیک په اړه دوی معلومات نه لري.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ګرشک امنيه قوماندان محمد اسماعيل هم رسنيو ته وويل، چې نن سهار اووه نيمې بجې د ګرشک په مهاجر بازار سيمه کې طالبانو دوه ټېلره او يو د مسافرو موټر ځان سر بوولي دي.

د نوموړي په وينا دغه مسافر له هراته کابل ته روان وو.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی جنګياليو ۲۷تنه مشکوک کسان د څېړنو په موخه د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې ښکته کړي دي.

د قاري احمدي په وينا دوی دا کسان د خپلو استخباراتي معلوماتو پر اساس کوز کړي، چې ډېری يې د کابل ادارې په امنيتي او اداري چارو کې پر دندو بوخت دي.

د طالبانو وياند وايي، چې دغه څېړنې به په لنډ وخت کې بشپړې شي او کوم کسان، چې بې ګناه دې ژر به خپلو کورنيو ته ولېږل شي.

طالبانو دا هم ويلي، چې دا کومه برمته يا اختطاف نه دی، بلکې دوی د خپلو استخباراتي معلوماتو پر اساس وخت پر وخت داسې ګامونه پورته کوي او کوم کسان،  چې په امنيتي ادارو کې کار کوي، د دوی په وينا د خپلو کړنو ځواب به وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x