fbpx
woman exepts islam

د قزاقستان د یوې مسلمانې خور د مسلمانېدو کیسه!

زه هیڅ تصور نشم کولای چې زه څنګه دومره وخت له دې عظیمې رڼا څخه لرې پآتې وم او دا ژوند مې څنګه بې اسلامه تیر کړی دی. انسان په ژوند کښې بغیر له عقیدې او ایمان څخه ژوند نشي کولای، انسان اصولو ته اړتیا لري داسې مذهبي اصولو ته چې له معنویت سره ربط ولري او زړه ته تسکین ورکړي. زه نه پوهیږم چې زه چا او څنګه داسې کار ته راکش کړم چې زه دې لمونځ وکړم، حجاب واغوندم او د الله تعالی د قوانینو او اصولو سره سم ژوند وکړم. زه پوهیږم چې دا یو الهي نعمت دی، او یو الهي پېرزوینه وه چې ما ته یې هدایت وکړ او زه یې دې حق دین ته دعوت کړم.

دا ټول هر څه تصادفي پیښ شول. هغه مهال ما ښوونځي لوست او ښوونځي ته ښه په شوق او رغبت تللم، خپل درسونه مې لوستل او د نور څه په اړه مې فکر نه کاوه. یوه ورځ ښوونځي ته لاړمه چې کله خپل ټولګي ته ننوتم چې ګورم زما د ټولګیوالې د میز پر سر یوه ورقه پرته وه چې په هغې کښې د لمانځه د اداء کولو طریقې ذکر سوې وې او رسمونه پکښې ایستل شوي وه چې د لمانځې طریقې یې ښوودلې. ما د لمانځه دا لارښود له ځانه سره واخست، کور ته مې یووړ، او سورة فاتحه، والناس او النصر سورتونه مې له ځانه سره زده کړل، بیا مې اودس زده کړ، ځآن مې ښه پر کالیو پټ کړ، او پورته شوم د هماغه لارښود په طریقو مې لمونځ اداء کړ. زه د هغه تسکین، آرامۍ، او ډاډ هیڅ تصور او اندازه نشم کولای چې ما ته وروسته له لمانځه څخه پیدا شو. تر دا مهال لا مسلمانه نه وم، ما یوازې سمبولیک حرکات کول، خو کله چې زړه ته مې تسکین پیدا شو نو مې له ځانه سره فکر وکړ چې دا دین حق دی او مسلمانه شوم.

بیا مې له ویرې پنځه وخته لمونځونه نشوای کولای او له دې سره دا ویره راته هم پیدا شوه چې زده کړي سورتونه به مې له یاده ووځي. په اول کښې مې یوازې د سهار او ماخوستن لمونځونه په خپله کوټه کې له مور نه پټ کول، وروسته مې تصمیم ونیو چې پنځه وخته لمونځونه به پوره کوم که څه هم مور او یا نور څوک راباندې خبر شي او هر ډول تصمیم چې بیا زما په اړه نیسي پروا یې نه راتله. ما دا هر څه د پنځو میاشتو لپاره له موره پټ وساتل خو د والدینو د ورځې په مناسبت چې کله ټول خلک را ټول شوي وو نو ما هلته د خپل اسلام اعلان وکړ او مور او پلار او خلک مې لدې هر څه خبر کړل. مور مې چې کله دا واوریدل، ټکنۍ شوه، شاک یې وخوړ، چیغې یې کړې او قسم یې وکړ چې نور به ما له کوره د باندې پرېنږدي او زه یې په کور کښې بندي کړمه. یوه ورځ تیره شوه او وروسته له یوې ورځې مور راته وویل چې یوازې دوه انتخابه لرې، یا اسلام او یا زه (مور). ما ورته په سادګۍ وویل چې اسلام! مور مې زما له خبرې حیرانه شوه او پرله پسې یې ژړل. د ډیرو فشارونو او تهدیدونو سربیره مې ثابت قدمي اختیار کړه او ومې نه منله چې د بې دینۍ خوا ته وګرځم. وروسته له یو څه وخت نه، مور مې راسره په دې اړه خبره وکړه او راته یې وویل چې لمونځ دې کوه خو ټیکری به نه پر سر کوې، ما ظاهراً دا ورسره ومنله خو په پټه مې خپل ټیکری په سر کاوه.

وروسته ما له یوې مسلمانې انجلۍ سره پیژندګلوي پیدا کړه او بیا به د هغې کور ته د لمانځه او نور عبادت لپاره تللم، او کور ته به ناوخته راتلم، کله مې چې مور دا حالت ولیده نو دا یې هم ونشو زغملی. یو ځل بیا یې چیغې او سورې جوړې کړې او دا ځل یې زما حجاب او ټیکری او نور اسلامي کتابونه دا هر څه وسوځل، مبایل یې راڅخه واخست او زه یې په یوې رسۍ کلکه ووهلم چې ما ته یې زغم ډیر سخت وه.

لدې وروسته ما غوښتل چې پوهنتون ته ولاړه شم، امتحان مې ورکړ خو نمرې مې پوره نشوای کړای چې دې کار زما په مور نور هم بد تأثیر وکړ. وروسته مې په بل ښار کښې یو کالج ته داخله پیدا کړه خو هلته د خپل حجاب پر سر دا اجازه رانکړل شوه چې درسونو ته مې ادامه ورکړم او ما هم نه غوښتل چې د درسونو لپاره ځان بربنډ کړم. دا دوه کاله کیږي چې په کور ناسته یم، خپل لمونځونه کوم، روژې نیسم او همداسې نور عبادات… او مور مې په هیڅ ډول دا اجازه نه راکوي چې زه دې له مسلمانو خویندو سره وګرځم، حجاب واغوندم او له یوه مسلمان سره نکاح وکړم، مګر د هغې کوښښ همیشه دادی چې زه دې له یوه مشرک او بې دینه شخص سره واده وکړم څو ما بیرته د شرک خوا ته بوځي. خو د الله تعالی په کومک او مرستې سره به دا هر څه حل شي. الله اکبر.

ژباړن: عبدالبصیر عتیق زی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د