د روژې مبارکه میاشت

د نوموتي عالم شیخ ابن باز (رحمه الله) رساله دروژې مبارکې په اړه ـ وروستۍ برخه

ژباړنه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

روژه د تقوی یوه لویه شعبه ده، و لوی الله پاک د نژدېکت یوه اهمه وسیله ده.

نبي علیه السلام مبارک یې و ځنې ګټو ته اشاره کړې، په اړه يې فرمایې: «اې د ځوانانو ټولیه! که یو له تاسو د نکاح کولو توان لري، نکاح دي وکړي؛ ځکه هغه مو سترګې له ناوړه کتو را کښته کوي، او د شرم ځایونه مو له زنا خوندي ساتي، که مو د نکاح کولو توان نه وي، نو ځانون په روژو بوخت و ساتئ؛ ځکه روژې سړی خصي کوي.» [بخاري، مسلم].

نبي علیه السلام مبارک څرګنده کړې، چې روژه د انسان د شهوت د قرارولو یوه ښه وسیله ده، د هغه عفت ساتي، هغه پاکي ته هڅوي. داځکه چې شیطان د انسان په رګونو کې له ویني سره تګ راتګ کوي، روژه هغه رګونه تنګوي، په دې توګه د شیطان د تګ راتګ موخه ډب کېږي، قوت یې ویلي کېږي؛ انسان ته د الله پاک لویي ور یادېږي؛ له همدې امله د شیطان تسلط په انسان کمېږي، ایمان یې ځواکمنېږي. انسان د نورو میاشتو په پرتله عبادت ته زیات ليواله وي، د ګناهونو په کمولو کې هڅاند وي.

د روژې له ګټو د انسان بدني جوړښت هم دی. روژه د نورو ګټو ترڅنګ د بدن د جوړښت یو ښه لامل دی؛ زیاتو طب پوهانو په دې اړه څېړنې کړې، څېړنو ښوولې، چې روژه د ډېرو بیماریو موخه نیسي…

مسلمانانو! روژه ښه او ستر عمل دی، ثواب یې کامل دی، په تېره بیا د رمضان د روژو؛ ځکه روژه الله پاک فرض کړې په خپلو بندګانو له دې امله ده، چې هغوی د بریا دنګ مینار ته و خېژوي.

په حدیث کې راغلې: نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: «الله (جل جلا له) وایي: هر ښه عمل، ګټه او ثواب یې کوونکي ته یو په لس، تر یو په اووه سوه ۷۰۰ رسي، پرته له روژې؛ هغه زما له پاره ده؛ او هم زه ورته بدله ورکوم؛ ځکه هغه شهوت، خوراک او څیښاک زما له پاره پرېیښي ول، روژتي لره دوه خوښۍ دي: یوه یې د روژه ماتي پر مهال، بله یې له هغه (جل جلا له) سره د ملاقات پر مهال، د روژتي د خولي بوی و الله پاک ته تر مشکو هم خوښ دی.» ‏[ بخاﺭﻱ، ﻣﺴﻠﻢ‏].

له “عبادة بن صامت” (رضی الله عنه) نه روایت دی، چې نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: «راغله تاسو ته روژه د برکت میاشت. الله پاک تاسو په خپل رحمت پوښي، درباندې رحمت نازله وي، ګوناهونه مو رژوي، او دوعاوي مو قبلوي. الله پاک په یاده میاشت کې ستاسو رغبت او مینې ته ګوري او په تاسو، فرښتو ته فخر کوي، نو الله پاک ته خپلې ښېګڼې څرګندې کړئ؛ ځکه بد بخته هغه دی، چې په دې میاشت کې د الله پاک له رحمت نه بې برخې شول.»

[ﻣﺠﻤﻊ ﺍﻟﺰﻭﺍﺋﺪ ﻟﻠﻬﻴﺜﻤﻲ، طﺒﺮﺍﻧﻲ] .

له “ابي هریرة” (رضی الله عنه) نه روایت دی: نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: «الله پاک پر تاسو روژه فرض کړې، مایې قیام په تاسو سنت ګرزولی، که چا روژه و نیوله، شپه یې په عبادت سبا کړه د ایمان او ثواب موندني په موخه، داسي به له ګناهونو نه پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی و .» ‏[نساﺋﻲ] …

روژه د قرآن (کریم) د نزول میاشت ده؛ ځکه نو د هغه خدمت په نوموړې میاشت کې اړین دی، په پوره غور سره یې تلاوت و شي، د نظم تر څنګ یې معنی ته هم په جدي توګه پاملرنه و شي، اداب یې په پام کې و نیولی شي، د اختتام پر مهال یې لوی الله (جل جلا له) ته لاسونه لپه کړل شي، د ځان او نورو له پاره ترې د عفوي او بښنې غوښتنه و شي.

په لمانځه کې هم باید روژتي خپل وس و نه سپموي، د جماعت پابندي وکړي، په ښه عجز سره الله پاک ته و درېږي، د فرضو تر څنګ نفلي عبادت ته هم باید لازمه توجه وکړي. نبي علیه السلام مبارک په دې مبارکه میاشت کي د لمانځه سپارښتنه هم زیاته کوله.

پوهېزې! چې په ورځ دقیامت به روژه او قران دواړه ستا شفاعت کوونکې وي؟!

هو، نبوي وینا ده، چې په ورځ د قیامت به دواړه ستا له پاره د شفاعت ځولۍ غوړوي؛ ځکه یې نو په دې پاني غولې ښه خدمت وکړه تر څو په ورځ د قیامت تلپاتي ویاړ ته لاس رسي و لرې!

الله پاک دي زموږ او ستاسو ټول عبادات په خپل لوی دربار کې قبول کړي. امین یارب العالمین.
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x