شعـــــرونه

پښتونه!

صياد افغان

نن دې پښتونه خویندې میندې په غرمو کې ګرځي
د سوال لمنه یې نیولې په کوڅو کې کرځي

د شرق او غرب چې یې حیا ته دوه لاسي سلام وه
ها د رڼا په څرک وتلي په تیارو کې ګرځي

هغه دي بیا یی ماشومان له لوږې چغې وهي
مور یې تور سرې راوتلې بازارو کې ګرځي

ستا د دوبۍ بنګله دې اور واخلي غداره مشره
زمونږ دا وران کورونه کله ستا خیالو کې ګرزي

په کروزین کې دې بچي تر مکتب ورسوې
کباړ په لاس دې یتیمان په ډیرانو کې ګرځي

بی وزلو اوښکې قطار کړي ترې امیل جوړوي
څه ارمانونه به یې خدای خبر په زړو کی ګرځي

د پښور په سر سودا کې دې څه ګټه وکړه
لر او بر  ټول په غم اخته دي زنځیرو  کې ګرځي

وه ننګرهاره خدای دې خیر کړي د ګلو هاره
د طور خم دود خیژي بدن یې په لمبو کې ګرځي

ای د دنیا مسافرو خوړلی ورک صیاده
حال راته وایه سوچ دې چرته په ټالو کې ګرځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x