افغانستان

پاکستان پر ډېورنډ کرښه څلور دروازې جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): پاکستاني چارواکي وايي چې د امنیتي خوندیتوب لپاره غواړي پر ډېورنډ کرښه څلور دروازې جوړې کړي.

د دې دروازو د کره ځایونو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو دم ګړۍ پاکستان په تورخم کې او د پکتیا په ډنډ پټان د تاسییساتو په جوړولو بوخت دی.

پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت کرزي پر مشرۍ تللي پلاوي منلې چې ګډ حکومت د «SOP» تړون له مخې ډېورنډ پر رسمیت منلی او د همدې سند له مخې يې پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو جوړولو واک هم ورکړی دی.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز هم پر افغان لوري غږ وکړ چې دوی په تورخم کې جوړېدونکي تاسیسات پخپله خاوره کې بولي او له هیچا يې د اجازې غوښتنه هم نه کوي.

اسلام اباد ته د تللي پلاوي له لوري د ډېورنډ د تایید تر اعلان یوه ورځ وړاندې پاکستاني رسنیو د ډېورنډ په اوږدو کې د ۱۱۰۰ کیلومتره خندق کېندلو د کار د بشپړتیا خبر هم ورکړ او ويې ويل چې دا چاره به پر ټوله کرښه بشپړه شي.

د ګډ حکومت د دې اقدام پر وړاندې توند ولسي غبرګونونه را پارېدلي او د ډېورنډ رسمیت او پاکستاني تاسیساتو ته اجازه ورکول د تورخم جګړه کې د وژل شويو عسکرو سره خیانت بلل کېږي.

ټاکل شوې سبا پر همدې مناسبت پلازمېنه کابل کې پراخ لاریون ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx