
پروان: د شینوارو ولسوالۍ د اربکیانو پر قومندان چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): د پروان ولایت مقام ته څېرمه د شینوارو ولسوالۍ د اربکیانو پر عمومي قومندان چاودنه شوې ده او مرګونی يې ټپي کړی دی.
د امنیه قومنداني جنايي مدیر سمونوال عبدالصمد زلمي د پېښې تایید کړی ويلي دي چې چاودېدونکي توکي د اربکیانو د قومندان عبدالاحمد په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.
د هغه په خبره اربکی قومندان د کوم کار لپاره ولایت مقام ته راغلی و، چې د بېرته وتو په وخت کې يې د ریموټ په وسیله موټر سایکل ته چاودنه ورکړه او هغه يې ټپي کړی دی.
سمنوال زلمی وايي چې په پېښه کې بل چا ته زیان نه دی رسېدلی خو د قومندان وضعیت د اندېښنې وړ دی.
اربکی قومندان عبدالاحمد دم ګړۍ په چاریکارو روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د دې روغتون یوې سرچینې هم رسنیو ته ویلي چې د قومندان وضعیت ډاډمن نه دی.
تر اوسه د دې بريد مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېری وخت اربکي مسوولین د طالبانو له لوري په نښه کېږي.