افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د ډېورنډ د رسمیت پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): پاکستان ته د بهرنیو چارو وزارت تللی پلاوی وايي چې پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو هوکړه له پاکستاني حکومت سره د «SOP» په تړون کې شوې ده.

ګډ حکومت د خپل واک په لومړیو کې د معیاري عملیاتي کړنلارې «SOP» په نوم له پاکستان سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې ډېورنډ يې پر رسمیت وپېژانده او پر کرښه يې د تاسیساتو خبره پکې رسماً تایید کړې ده.

د حکمت خلیل کرزي پر مشرۍ اسلام ابادته تللی پلاوی وايي چې د تورخم دروازه د همدې تړون له مخې رسمي سند لري او افغانان يې پر وړاندې د مزاحمت حق نه لري.

وړاندې تر دې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز په تورخم کې جوړېدونکي تاسیسات پخپله خاوره کې بللي و، چې اوس يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پلاوي هم پخلی کړی دی.

ګډ حکومت که څه هم د خپل واک په لومړیو کې د ډېورنډ له رسمیته انکار وکړ او دا تړون يې د حامد کرزي د واکمنۍ وباله، خو د حامد کرزي د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا يې سپیناوی وکړ او ويې ویل چې دوی دا سند د حقوقي کمزورۍ له امله لاسلیک نه کړ.

د تورخم د جګړې په اوږدو کې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي د ډېورنډ کرښه د افغانانو لپاره د نه منلو کرښه وبلله او پر پاکستان يې غږ وکړ چې د دې کرښې په شاوخوا کې دي له تاسیساتو ډډه وکړي.

اسلام اباد ته د تللي پلاوي له لوري د ډېورنډ د تایید تر اعلان یوه ورځ وړاندې پاکستاني رسنیو د ډېورنډ په اوږدو کې د ۱۱۰۰ کیلومتره خندق کېندلو د کار د بشپړتیا خبر هم ورکړ او ويې ويل چې دا چاره به پر ټوله کرښه بشپړه شي.

حقوقي کارپوهان د ډېورنډ په اړه پرېکړه د حکومت له صلاحیته پورته چاره بولي او وايي چې دا پرېکړه باید ولسونو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د راتلونکي لپاره يوه اړينه يادونه:
د ډېورنډ کرښه هيڅ واقعي افغان نه منلې ده ، نه يې اوس مني او نه يې په راتلونکې کي مني. په دې اړه هرډول خبري، تاييد، تړون، مذاکرات چي هر څوک کوي د ولس په استازيتوب نه دی او نه له دغسي مجاريو د دې کرښي په رسميت پېژندل صحت او قانونيت لري. اوس چي په دې اړه هر څوک د پاکستانيو واکمنو سره څه مني نه اوس اعتبار لري ، نه په راتلونکې کي اعتبار لري.

احمد

دا یی مفکر اشرف غنی احمدزی وطن فروش

عبدالقدیر مهمند

اعلان قیام ملی و جهاد سرتاسری علیه اداره دست نشانده ارگ کابل : هموطنان، با این بزرگترین خیانت ملی که این فاحشه های سیاسی شف شف نی شفتالو بگویم اداره دست نشانده کونی ها پدرلعنت ها بی شرف ها و ناموس فروشان، همچنسبازان غلام بچه های حرامزاده اجیران عینو وغینو نموده اند باید قیام ملی و جهاد سرتاسری در مقابل این کونی ها حرامزاده صورت بگیرد و ضروری این پدرلعنت ها اعدام شوند. صلاحیت برسمیت شناختن خط تحمیلی دیورند را غینو، بچه ریزه گل زن کوچه، غینو، بچه ضیا گل کواسه بهرام جت مرده گاو در جنگ دوم افغان انگلیس،… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

بس دهغه عسکرو روحونه دي خدای نور هم په عذاب کې اخته کړي چې ددې کرغیړني کرښې په سر مردار شول ، بادارانو یې په وینو معامله وکړه او خپل هرڅه یې و پلورل ، آن که دوی ته دخپلو ښځو دپلورلو زمینه مساعده شي هم دریغ به ونه کړي داګنجی او اودلا

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x