افغانستان

پاکستان د ډېورنډ په اوږدو کې د خندق کېندلو چارې بشپړې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): پاکستاني چارواکو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د کندهار او بلوچستان تر منځ سلګونه کيلومتره خندق بشپړ کړ.

پاکستان ۱۱۰۰ کیلومتره خندق د نږدې دریو کلونو په موده کې له هغه ولایت سره بشپړ کړ، چې امنیه قومندان جنرال رازق يې رسنۍ د پاکستان خورا ضد معرفي کوي.

د پاکستان ټوډې ورځپانې په قول د دې تر زر کیلومتره ډېر خندق ټول لګښت ۱۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارې شوی او نږدې دریو کلونو کې يې چارې بشپړې شوې.

د سرچینې په قول دا خندق د پاکستاني سرحدي ځواکونو په مشرۍ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پیل او دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېد.

د چمن مرستیال ښاروال کمیشنر خدایداد هم رسنیو ته د دې خندق کېندلو پخلی کړی او ويلي يې دي چې دا يې د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي او «ترهګرو» د تګ راتګ د بندېدو په نیت کېندلی دی.

د دې خندق ژوروالی ۱۱ فوټه، پلنوالی يې ۱۴ فوټه او اوږدوالی يې د ډېورنډ فرضي کرښې نږدې نیمايي « ۱۱۰۰ کیلومتره » کېږي.

پاکستان له افغانستان سره ټوله ۲۲۵۰ کیلومتره پوله لري چې په نږدې نیمايي يې دا خندق بشپړ شوی او د پاکستاني چارواکو په وینا پر پاتې به يې هم کار روان او ژر به بشپړ شي.

پر ډېورنډ فرضي کرښه په داسې حال کې دا خندق بشپړ کېږي، چې د دې کرښې په یوه بله نقطه، تورخم کې لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزه پر ځای پاتې ده.

پاکستان ته د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ تللی پلاوی وايي چې دوی د ستونزو د هواروي په موخه په یو ګډ میکانیزم سره سلا شوي، خو نه يې دي ویلي چې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د جوړېدونکو تاسیساتو په اړه يې څه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x