افغانستان

افغان سرتیري د ناټو یو عسکر وواژه

یو افغان سرتیري په خپلو بهرنيو روزونکو باندې د ټوپک خوله وراړولې، لږ تر لږه یو عسکر ئې وژلی او ګڼ نور ئې ټپیان کړي.

دا پیښه د پکتیا په ولایت کې د ناټو د یوې پوځي اډې په داخل کې رامینځ شوې ده.

آیساف پیښه منلې ده خو د وژل شوي او ژوبل شوو عسکرو هویت ئې نه دی په ډاګه کړی.

د آیساف په خبرپاڼه کې د حمله کوونکي په اړه ویل شوي چې یو کس چې د افغان سرتیرو دریشي ئې په تن کړې وه په دوی ډزې وکړې.

آیساف وايي چې حمله کوونکی د نورو عسکرو په ډزو وژل شوی.

دا پیښې په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې ویل کیږي د راتلونکي کال تر پایه به امریکایان له افغانستان څخه په بشپړه توګه واوځي.

د افغان سرتیرو له مینځه د بهرنیانو د وژل کیدلو له کبله د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه ډیر سخت اندیښمن دي.

امریکایانو دداسې پیښو د مخنیوي لپاره راز-راز پلانونه په کار اچولي خو داسې معلومیږي چې کومه ګټه ئې نه ده کړې.

افغان سرتیري وايي چې د بهرنیو روزونکو د سر د مصئونیت په خاطر دوی په لرګینو ټوپکونو روزنه ترلاسه کوي.

خو د درنو وسلو، لکه راکټ او پیکا د زده کړې لپاره تر اوسه کوم لرګین بدیل نه دی موندل شوی.

د تیرې شنبې په ورځ په یوه بله ورته پیښه کې چې دا هم د پکتیا په ولایت کې رامینځ ته شوې وه، یو افغان سرتیري د روزنې د ترلاسه کولو پر مهال درې تنه امریکايي عسکر ووژل.

باید وویل شي چې له اکثرو دغسې پیښو وروسته حمله کوونکو ځانونه طالبانو ته رسولي، او د طالبانو لخوا په دروند استقبال او تود هرکلي نازول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x