fbpx

دوروڼو ترمینځ علاقه

م اخترمحمد ابو القاسم

حجاج دخپل امارت په دوران كی د۳كسانو دبندي کولو امر وكړی.دلنډ وخت تیریدو وروسته یی امر وكړی چی بنديان دی اعدام شی.كله چی بنديان دجلاد مخی ته ودرول شوه.نو حجاج یوه حسینه ښځه ولیدل چی ژاړی حجاج راوغوښتل پوښتنه یی تری وكړل چی ولی ژاړی.

ښځی وویل دا دری واړه می خپل دی یو می میړه بل زوی اوبل ورور دی.اوس می ستاسی داعدام فیصله ددوی په حق كی ژړوی.حجاج ورته وویل یوكس ستا له وجهی بښم دهمدی کس معین كول ستا په اختیار كی دی،خلګ منتظر وه چی داښځه به كوم یو معلوم کړی دبښنی لپاره،غالب ګمان داوه چی داښځه به خپل میړه ته دنجات لاره هواره كړی.

ښځی ترڅه ځنډ وروسته وویل.ورور می وبښه،حجاج تری وپوښتل چی زوی اومیړه دی منتخب نكړل او ورور دی منتخب كړی داولی،ښځی وویل كه دامیړه اعدام شی،بل میړه پیدا كول زیات هوسا عمل دی.اوكه می زوی اعدام شی امکان شته چی بل زوی راته الله په رزق راكړی.

لنډه كه همدا دواړه اعدام شی بدیل یی پیدا کیدای شی.اما ورور كه می اعدام شی مور اوپلار نشم پیدا كولای.بناء بل ورور او بدیل نشم لاس ته راوړلای.ځکه می ورور غوره کړی.حجاج چی کله دښځی زراكت ولید نویی دری واړه وبښل…

ورور تر مور او پلار وروسته په انسانانو کښي قريب شخص دى ورور هغه کس دى چی له تاسره هرکله مل وی،اوله هغه څه دی ژغوری.چی درته زیان رسوی په دنیا یااخيرت كی.اوستا سره مرسته یی له او لویاتو وی.ابن تیمیة رحمه الله ویلی،چی د وروڼو مثال سترګه اولاس دی،كه سترګه اوښكه وکړی لاس یی صفا کوی.او كه لاس خوږ شی سترګه پری ژاړی.

ورور بل ورور ته تكیه وی د احتیاج په وخت ورسره مرسته کوی.له داسی لاری یی منع كوی چی هلاكونكی وی.الله دى توفيق راکړي چى خپلو کي همداسي ورورولى وپالو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د