ایا د انسان روح په زړه کې وي؟

ژباړه: سمیع الله ارین

د بشري علومو ډېری څېړونکي انګېري چې روح د انسان په زړه کې دننه ده، خو په روغتیايي برخه کې یوې جالبې پېښې دا انګېرنه غلطه ثابته کړه او ښکاره يې کړه چې اصلاً د انسان روح د بدن له غړو سره هغه ډول اړیکه نه لري لکه چې څنګه يې تصور کېده، دې پېښې څېړونکي باوري کړل چې دا یوه بېخې بل ډول مسئله ده او هماغسې ده، لکه څنګه چې قرآن فرمایلي دي.

په ۲۰۱۵-۳-۲۷ مه ورځ د بې بې سې د راپور له مخې انګلیسي روغتیايي کارکوونکو د یو داسې کس زړه چې تازه مړ شوی و، یو بل تن ته چې د زړه ناروغي يې درلوده، ور پیوند کړ، ويې لیدل چې پیوند شوی زړه سمه وينه پمپوي او حرکت کوي.

دا پر دې مانا چې زړه د روح ځای نه دی، ځکه د انسان له مرګ وروسته روح د هغه له بدنه وځي او دا هماغه څه دي چې الله جلاله د الاسراء سورت په ۸۵م ایت کې فرمايلي دي:

{‏وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً،}
ژباړه: له تانه د روح په اړه پوښتنه کوي، ورته ووایه روح زما د الله جل جلاله پر امر ده، او تاسې په دې اړه له لږ معلوماتو پرته نه پوهېږئ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.