کفار تر مسلمانانو ډېرې ځان وژنې کوي

ژباړه: سمیع الله ارین

د «American Journal Of Psychiatry» په نوم امریکايي مجله د یوې څېړنې په پایله کې په ډاګه کوي چې د مسلمانانو پر نسبت په کفارو کې د ځانوژنې پېښې ډېرې دي.

دوی په تېره بیا بې دينه کفار په ډاګه کړي چې په منځ کې يې د ځانوژنې ګراف مخ پر لوړېدو ښکاري.

ویل کېږي کفر او الحاد د یو کافر زړه له ځانه توروي او په پای کې دې پایلې ته رسېږي چې باید له خپله ځانه هم ځان خلاص کړي، په همدې خاطر د مسلمانانو پر نسبت په کفارو کې د ځانوژنې پېښې ډېرې دي، چې دلته د الله جل جلاله له کلام سره سم ایمان د بشري خونديتوب لپاره خورا مهم دی.

الله جل جلاله د نساء سورت په ۱۳۶ ایت کې فرمايي:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ ۚ وَمَنْ يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا}

ژباړه: ای مؤمنانو! پر الله جل جلاله د هغه پر رسول او پر هغه څه چې پر هغه نازل کړ شوي او تر هغه وړاندې نازل کړل شوي دي رښتینی ایمان راوړئ؛ او هغوی چې له الله جل جلاله، پرېښتو، کتابونو، پیغمبرانو او د قیامت له ورځې انکار وکړي په سخته ګمراهۍ کې لوېدلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.