fbpx

غزل: معین الله صادقيار

معين الله صادقيار

دویرونو یو نغمه مې دشپیلۍ خوره وره شوه
په سرو شونډو ددلبرمې چې سلګۍ خوره وره شوه

یکه زار ټپه مې یاره درباب پردو کې نغاړه
په نڅا دقاف په غره کې خاپیرۍ خوره وره شوه

دآسمان په شنو لمنوشول دستورو آتڼونه
په مالت باندې دښکلوچې سپوږمۍ خوره وره شوه

دظالم ښکارې دلاسه ریږدیدله ستړې راغله،
سمدلاسه په بچیانو چې هوسۍ خوره وره شوه

دالښکرې ددرواغوبه کعبې ته نږدې نشې
ابرهه دوخت به ولې توتکۍ خوره وره شوه

دجذبوپه ترنم کې مونږ دعشق سندرې وایو
صادقیاره پدې غروکې آذانګۍ خوره وره شوه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د