افغانستان

اسماعیل خان: مونږ ته باید خپلې وسلې بیرته راکړل شي

د هرات پخواني والي او د کرزي په کابینه کې د اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان ویلي چې باید لویدیځ هغه وسلې بیرته ورکړي چې پخوا ئې ترې اخیستي.

د مجاهدینو په نامه پخواني جنګسالاران استدلال کوي چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته افغان پوځ د سولې او امنیت د راوستلو وړتیا نه لري.

د کرزي لومړی مرستیال مارشال فهیم په دې عقیده دی چې پخواني مجاهدین به په ۲۰۱۴ کې یو ځل بیا واک ته راستانه شي. احمد ضیاء مسعود خو په ښکاره اعلان کوي چې پلویان ئې ځانونه مسلح کوي.

په دې وروستیو کې اسماعیل خان هم له (شپیګل انلاین) سره په مرکه کې ویلي چې د لویدیځ په لاس جوړ شوی پوځ ددې وړتیا نه لري چې د اوږدمهال لپاره د افغانستان امنیت وساتي.

“ما په هرات کې خپلو مسلمانو وروڼو ته ویلي چې د لویدځوالو له عقب نشینۍ وروسته تر خپلې وسې په کلیو او اطرافو کې د طالبانو د بیرته راتګ مخه ونیسئ. تاسو باید د پولیسو او اردو ملاتړ وکړئ، او د دولت د ضعف په صورت کې له هغوی سره مرسته وکړئ، پخواني مجاهدین چې د روسانو، ډاکټر نجیب، او طالبانو پرضد جنګیدلي اوس ئې لویه اندیښنه د افغانستان د امنیت په باب ده”.

اسماعيل خان د ملي اردو په بې کفایتۍ او د طالبانو په پیاوړتیا ټینګار کوي او وايي:

“له يوې خوا د کمیت او کیفیت له لحاظه د افغانستان اردو یوه ضعیفه اردو ده، او له بلې خوا د طالبانو حملې ورځ تر بلې سختیږي، طالبان اوس د افغانستان په کلیو او ولایاتو کې نفوذ لري”.

دغه پخواني قمندان د امریکایانو اشتباهاتو ته په اشارې وايي چې امریکایانو له طالبانو سره په جګړه کې پخوانیو مجاهدینو ته هیڅ توجه ونکړه حال دا چې مونږ په جګړه کې پخه تجربه لرو، او لکه د روسانو په شان امریکایانو هم غوښتل چې خپل هدف ژر لاسته راوړي.

نوموړی ګیله کوي چې د طالبانو له سقوط وروسته امریکایانو نه یوازې دا چې له پامه ئې وغورزول، وسلې ئې هم ترې واخیستې:

“د کابل له سقوط څخه ۲۰ ورځې وروسته مونږ د مقاومت رهبران ارګ ته وروغوښتل شوو او راته وویل شول: له دې وروسته تاسو “امیران” او “قمندانان” نه یئ، تاسو جنګسالاران یئ، او باید خپلې وسلې تسلیم کړئ. مونږ د چورلکو، توپونو او ټانګونو په شمول ډیرې ښې وسلې درلودلې، خو هغوی راڅخه واخيستې او پرزه-پرزه ئې کړې”.

اسماعیل خان چې پخوا د هرات والي او اوس د اوبو او بریښنا وزیر دی, د کرزي په اداره هم نیوکه کوي چې د امریکایانو په شان ئې پخوانيو مجاهدینو ته خاصه توجه ونکړه، نوموړی زیاتوي:

“کله چې امریکایانو په کابل کې یو مختلط حکومت تشکیل کړ، دغه حکومت هم مونږ د ملت مشرانو ته هیڅ توجه ونکړه، سره له دې چې دا یو حقیقت دی چې لویدیځوالو له شوروي، طالبانو او القاعده سره په جګړو کې مونږ ته اشد ضرورت درلود”.

کله چې له اسماعیل خان څخه پوښتنه وشوه چې تاسو د حکومت یو چارواکی یاست، تاسو باید د نورو خلکو په پرتله د خپلو خبرو سره ډیر احتیاط وکړئ، نوموړي په ځواب کې وویل:

“زه په خپله خوښه کابینې ته نه یم ورغلی، هغوی په زور مجبور کړی یم چې وزارت ته غاړه کیږدم”.

اسماعيل خان وړاندې وايي:

“ما په هماغه وخت کې امریکایانو ته وویل چې مونږ د قمندان او امیر په القابو خلکو نازولي یو. مونږ په جګړه کې ۲۰ کاله تجربه لرو، داسې کورنۍ نشته چې په جنګ کې ئې یو غړی له لاسه نه وي ورکړی او یا خارج ته مهاجر شوی نه وي. ایا تاسو غواړې چې زمونږ په شان خلک له پامه وغورزول شي؟”.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې، ایا داسې نه بریښي چې د ناټو له تګ وروسته به طالبان بیرته راوګرزي، اسماعیل خان وویل:

“طالبان به د آرامۍ ساه وانخلي که څه هم په ټول افغانستان واک ترلاسه کړي. له طالبانو سره مذاکرات ګټه نه لري, لکه څرنګه چې مونږ له شورویانو سره په جهاد کې د نړۍ سپرپاور ته ماتې ورکړې، مونږ دغه راز کولی شو په افغانستان کې سوله او امنیت تضمین کړو”.

خو د سولې او امنیت د تامینولو لپاره اسماعیل خان ټینګار کوي او وايي: “خو د دې کار د ترسره کولو لپاره باید مونږ ته خپلې وسلې بیرته راکړل شي”.

کله چې د خبریال لخوا نوموړي ته وویل شول چې لویدیځوال وايي هغه وسلې ئې له مینځه وړي، نوموړي په ځواب کې وویل:

“نو بیا دې مونږ ته نورې وسلې راکړل شي. لویدیځوال د ۷ بلیونه ډالرو په ارزښت خپلې وسلې له مینځه وړي ځکه چې له ځان سره ئې نه شي وړی. چې وړی ئې نه شي، بیا ئې ولې مونږ ته نه راکوي؟”.

د اسماعیل خان له څرګندونو داسې معلومیږي چې پخواني جنګسالاران د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو جنګیالیو د یو ځل بیا مسلح کولو په هڅه کې دي او منتظر دي چې کله به بهرنیان له افغانستان څخه اوځي ترڅو یو ځل بیا د کورنۍ جګړې اور بل کړي.

د کتونکو په اند پخواني جهادي رهبران او قمندانان ځکه د طالبانو له بیا راتګه ویره لري چې لکه د مخکې په شان ئې د ګوند او قبیلې پر بنسټ جوړې شوې ملوک الطوایفۍ له مینځه ځي او د ټوپک په زور حاکم قدرتونه ئې له ګواښ سره مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x