افغانستان

کابل: د ملي امنیت مسوولینو درې خبریالان ډبولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): د کابل ښار د پرونۍ چاودنې د خبري پوښښ پرمهال درې خبریالان د ملي امنیت د مسوولینو له لوري ډبول شوي.

د کابل په ختیځ کې تېره ورځ پر بهرنیانو چاودنې درنه مرګ ژوبله واړوله، چې رسنۍ د خبري پوښښ لپاره نه دي پرېښودل شوې.

د یو تلویزون خبریال غازي رسولي، د ۲۴ تلویزون خبريال توفیق صدیقي او د یوې ترکي رسنۍ افغان همکار شمعریز د ملي امنیت د مسوولینو له خوا ډبول شوي دي.

د ژورنالستانو د ملاتړ اداره « نی » د ملي امنیت له لوري د خبریالانو ډبول غندلي او ويلي يې دي چې د پېښې پر ځای کې نورو خبریالانو ته سپکې سپورې هم ويل شوې دي.

د نی د خبرپاڼې له مخې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د امنیتي مسوولینو له لوري څو خبریالان ښکنځل شوي او شړل شوي دي.

نی پر ملي امنیت غږ کړی چې د دې پېښو مسوولین دي معرفي او مجازات کړي دوی د خبریالانو ډبول او سپکول د بیان د ازادۍ پر وړاندې اقدام بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x