ټولنیزه برخه

تصميم څنګه ونيسو؟‎

اسدالله انديال

يوه پخه خبره ده چي وایې “تصميم د بري لومړی شرط دی.”

په ژوند کي د هر نوي کار د شروع کولو، ختمولو، بیا تر سره کولو يا بل هر ډول سرنوشت لپاره تصمیم نیولو ته اړ یو. خو دا چي يو تصميم څنګه ونيسو؟ او څه ډول تصمیم ګټور دی؟ تر ډیره حده يوه پیچلي او چیلنجي موضوع ده.

دا سمه ده په ځينو موضوعاتو/کارونو کي تصمیم نیول ډیر اسانه وي. بې له دي چي ډير فکر په کښې وکړو او یا هم له چا څخه مشوره واخلو، په اسانی سره کولای سو خپله پريکړه وکړو. ولي هر وخت او په هر کار کي تصمیم نیول اسانه نه دي. په خاص ډول هغه وخت چي په اړونده کار کي انسان د خپلي ګټي او تاوان په تړاو پوره معلومات ونه لري، فشارونه ورباندي زيات وي، انتخابونه متعدد او سره ورته وي او يا هم نوري شخصي، منطقي او د چاپیریال ستونزي وجود ولري.

انسانان هر وخت د يو څه تر سره کول يا لاسته راوړل په دې موخه کوي چي ګټه لاسته راوړي او په مقابل کي یې تاوان یا بیخي نه وي او یا هم ډیر کم وي. د دې لپاره تر هر څه مخکي په يو صنعتي توليد ځای کي د توليد د زياتولو د تصمیم په هکله غور وکړئ. واضح ده که چيري د هر اضافه توليدیونکي واحد څخه تر لاسه کیدونکې ګټه (marginal profit) د همغه توليدي واحد باندي سويو مصارفو (marginal cost) څخه ډیره وي، نو موږ به د توليد ډیر والي ته ادامه ورکړو. خو بر عکس حالت کي څرنګه چي تاوان مو له ګټې ډیريږي، نو د تولید د زیاتولو تصمیم به لغوه کړو. په حقیقت کي په پورته حالت کي داوړه صورتونه(د توليد زېاتول يا نه زېاتول) هر يو، يو تصمیم بلل کيږي. په دې مانا چي تصمیم یواځي د يو کار د ترسره کولو فيصله نه ده، بلکه د نوموړي کار په هکله هر برخورد او پریکړه، هغه که منفي وي یا مثبت، د تر سره کېدلو وي يا منصرف کیدلو، تصميم بلل کيږي.
په هر صورت، پورتنی مثال يواځي د ګټې او تاوان د پرتله کولو په هکله ؤ. دلته له ګټي څخه زموږ هدف د ټولو هغو لاسته راوړنو څخه دی چي موږ یې د اړونده تصمیم نیولو څخه ترلاسه کوو. او يا د ټولو هغو منفي نتایجو دفعه ده چي موږ یې د خپل تصمیم په واسطه مخه نيسو.

تاوان هغه څه دی چي نه غواړو راپيښ سي، او یا هم نه غواړو موجوده څه له لاسه ورکړو. (موږ په دې بحث کي يواځي د مادي تيوري له اړخه وضاحت نه ورکوو، بلکه منطقي اړخ هم لري).

ولي موږ نه سو کولای د مخکني تولیدي بيلګي په ډول د ژوند په ټولو برخو کي د هر ډول فعالیت لپاره دومره په اسانۍ ګټه او تاوان مقايسه کړو، او یا هم تر دې لا ستونزمنه دا ده چي انسانان په ځينو کارونو کي حتی نه غواړي چي، د هر څومره ډېري ګټي په مقابل کي هم، د یو ذره تاوان مخ وګوري. او دا ځکه چي انسان د ځان لپاره د لاسته راوړونکو ټاکل سويو ارزښتونو سره تر هر څه ډیر احتياطي چلند کوي.

هر څه په پیسو نه اندازه کیږي، هر څه شمار هم نه لري، مقدار هم يو ډول نه تعریفيږي، د څنګه والي خبره هم په بيلابيلو برخو/کارونو کي ډول، ډول ماناګاني لرلای سي. مطلب دا چي انسانان د ژوند په بيلابيلو فعاليتونو کي د ډول ډول تصميمونو د نيولو لپاره له يو ډول نه يو ډول ستونزو سره مخامخ کيږي. عمده دلائیل یې دا دي:

‌* ټول تصميمونه مادي اړخ نه لري.

* په هر ډول کار کي د انسانانو سره د ګټي او تاوان د پرتله کولو لپاره معیار وجود نه لري.

* په ځينو کارونو کي د انسانانو احساسات د هغوی پر عقل او منطق غالب وي.

* انسانان په ټوله کي د متزلزله باورونو ښکار دي.

* د مخکنیو تجربو څخه، د بيلابيلو نتایجو تر لاسه کيدل انسانان په شک کي اچوي.

* هغه ویره چي د اړونده تصمیم څخه یې انسانان مخکي له مخکي لري.

* نيمګړي معلومات او د چاپیریال اغيزې.

* د پوهي نشتوالی او منطقي کمزوري(mind blindness).

* د عقل او فکر هيپنوتایز (hypnotize) کيدل.

د دې تر څنګ د انسان ټولنيز ژوند، عقیده، طبيعي خصلت، بوختيا، روغتيا، او ګڼ نور لاملونه سته چي پر تصمیم نیولو باندي زښت ډیر اغیز لري.

زه په ډاډ سره ويلای سم چي د يو تصميم په اړه د پورتنيو ننګونکو نکاتو ارزونه او د سته کمزوریو له منځه وړل/ د امکان تر حده راکمول به د يو ښه تصميم لپاره لاره هواره کړي.

مخکي تر دې چي د يو ښه تصمیم د نیولو لپاره مهم نکات کتار کړو، يوه مهمه پوښتنه کېدای سي دا وي چي، سره له دي چي ډیری کسان (په خاص ډول نالوستي او کم لوستي انسانان) د تصمیم نیولو په وړاندي ګواښونو ته پوره پاملرنه نه کوي، ولي بيا هم يو شمیر یې پوره بریالیتوب خپلوي، او ځيني نور یې له توقع سره سم ناکاميږي؟

زما په نظر دا ځواب بیلابیل اړخونه لري. يو خو دا دی چي، کله انسان یو تصمیم ونیسي، هغه که ښه وي او یا څه نا څه بد، ولي تصمیم نیونکی کس کوښښ کوي چي د خپلو ټولو امکاناتو په استعمال سره یې بریالی کړي.

بله دا چي تاوان په اکثر حالاتو کي يو ډول ريسک/ احتمالي خطر دی. کېدای سي پیښ سي، پیښ نه سي او يا یې مخه ونیول سي. د تصميم له نیول کیدو وروسته د فعالیتونو شکل، وخت او ځای بدلول هم تصمیم کاميابولای يا ناکامولای سي. او د دې ټولو اړخونو تر څنګ دا هم ډیره مهمه ده چي تصمیم نیونکي د خپل تصمیم په اړه جرأت کړی او له هغه څخه په پوره ځواک دفاع کوي.

ولي په هره بې پروا او له ريسکه ډکه تصمیم نیونه کي پورته ټکي حتمي مثبت نه وي. ډیری تصمیم نیونکي له ننګونو سره مخامخ کيږي، ستونزي یې مخه نیسي او بالاخره یې تصمیم ناکاميږي او يا هم جرأت له لاسه ورکوي.

اوس راغلو دې ته چي څنګه کولای سو په رڼو سترګو او د ټولو ننګونو په نظر کي نیولو سره يو ښه تصمیم ونیسو؟
د لاندي نکاتو عملي کول يو ښه تصميم راښیې:

* هغه فعاليت باید په درست ډول وپيژنو چي په هکله یې تصمیم نيسو.

* کوښښ باید وکړو چي د ترلاسه کېدونکي ګټي يا لاسته راوړنو لپاره معيارونه پیدا کړو.

*څه ډول تصميم نيسو؟ د تر سره کولو که د پريښودولو؟

* که ممکنه وي لاسته راتلونکي او له لاسه تلونکي مو مقايسه کړئ. (پام مو وي چي وخت ډیر مهم څه دي).

* په تصمیم نیولو کي چي څوک مشوره درکوي، د هغوی هر اړخیزه پيژندنه ضرورو ده. هغوی ولي تاسي ته مشوره درکوي؟ او یا تاسي ولي له هغوی سره سلا کوی؟

* له چاپیريال څخه خو به په منفي ډول نه ياست متاثره سوي؟ په ټوله کي د نوري نړی خلک د ورته فعاليتونو په هکله څه ډول تصمیم نيسي؟

* که ډیره اړینه نه وي، چټک تصمیم مه نيسئ. (تجارتي، نظامي او بيړني حالات له دې څخه مستثنی دي).

* که مو دا تصميم نه دی خوښ نو بديل یې کوم دی؟ دا او هغه سره پرتله کړئ.

* که مو غوڅ اکثريت خلک په ناپوهي ملامتوي، نو هيڅ کله يواځي د ځان مه منئ.

* د هغه څه په اړه چي تصمیم نيسئ، تجربه لرئ؟ که نه، نو د تجربه لرونکو څخه ګټه پورته کړئ.

* که موضوع حساسه وي، ډیره مهمه وي او یا هم اوږدمهال او ستراتيژيک فعاليت وي، نو بیا بیا فکر وکړي چي هيپنوتایز سوي خو به نه ياست؟

*په تصمیم نيولو کي احساساتي چلند مه کوئ.

* په هر څه باور مه کوئ، خو په هر څه شک هم ستونزي جوړوي. اثبات مهم څه دي.

* معلومات مو پوره کړئ، او ويره له ځانه لري کړئ.

* خپل امکانات او وړتيا په نظر کي ونيسئ او تر توان ډير لوړ تصميم مه نيسئ.

* هيڅکله د ډیری خوښئ په وخت کي عاجل تصمیم مه نیسئ.

* او بالاخره ځان باوري کړئ چي پر سمه روان یاست! ګټه مو ډیره ده او لاسته راوړني مو کافي ارزښت لري.

د دې ټول بحث نچوړ دا دی چي، تصمیم باید په پټو سترګو ونه نيسو، د تصميم په وړاندي ننګوني ځانته په ګوته کړو او د حل لاره یې پیدا کړو. تصمیمونه کوم ځانګړی شکل، طرز يا چوکاټ نه لري او نه ورته کوم خاص فارمول يا قاعده ايښودلای سو. ځکه خو غوره دا ده چي هر تصميم په ځانګړي ډول وارزوو.

ګټه د لاسته راوړنو او يا د تاوان څخه د مخنیوي په مانا ده. خو تاوان بيا د نه غوښتلو او يا ګټي څخه د دفاع مانا لري.

تصميم بايد په رڼو سترګو ونيسو او په نيمه لار کي یې په مايوسۍ سره پرينږدو. ځکه هغه تصميمونه چي هيڅ نه نیول کيږي، نسبت هغو تصميمونو ته چي پر نيمايې پريښودل کيږي، ډير غوره دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x