ادبي لیکني

د لوړ غره میلمانه – لنډه کیسه

د کابل واټونه له سپینو پنډیو او مینوژوپ لمنو څخه تش شوي وو، د مجاهدینو له فتحې سره مل د جهاد د یو نیم میلیون شهیدانو مجرمو قاتلینو ته د جهادي رهبرانو له خوا د وولس له مشورې پرته عامه بښنه اعلان شوې وه، په ښار کې د غوښینو جورابو او مینوژوپ لمنو مارکیټ له بشپړ رکود سره مخ او پر ځای یې د افغاني لونګی او واسکټ قیمتونه ختلي وو، بښل شوو کمونستانو له دې فرصت څخه په ګټې د سیمییزو جهادي قوماندانو سره اړیکې ټینګولې،

په دې منځ کې زمونږ د جبهې مرکز چې پخوا به څیرمو کلیو او بانډو په ټوک چلاوه، د څه باندې نیم درځن کمونستي افسرانو کوربه وو، د یادو افسرانو د جرمونو داستانونه او یا هم د دوی په اصطلاح د ثور د پرتمین انقلاب لاسته راوړنې له هیڅ چا هم پټې نه وې،

قوماندان صیب په دې راز پوهېده نو ځکه خو یې یاد افسران په پټه توګه په مرکز کې ساتلي وو او د شپې لپاره یې هم په خپل کور کې د یوه پسه کباب سره مله د یوې شانداره میلمستیا تابیا ورته کړې وه،،،

قوماندان صیب خپل تر ټولو باوري سړي ته دنده سپاري تر څو مرکز ته له دوه سیټه ترپالي پیکپ سره ولاړ او هلته موجود میلمانه د ماښام په تیاره کې کورته راولي، له دې راز څخه د یاد باوري کس هغه ملګری چې یو وخت یې خپل ماموریت د مسلمانی په ګناه له لاسه ورکړی او د څرخي پله په زندان کې یې نوکان ختلي وو خبريژي،،، یاد مامورصیب هم د بل تنظیم نه بلکه د همدغه قوماندان صیب برحاله او تکړه سرګروپ دی،،، مامورصیب له ملګري سره خدای پاماني کوي، او په ژېړي مازدیګر کې له خپلې تورې پیکپ سره مل په یوازې ځان مرکز ته روانیژي، که ګوري چې کمونست افسران واسکټ پر ځان او ګډې وډې لونګی پر سر تاو کړې مرکز ته څیرمه غرنی باغچه کې د سړې چینې له اوبو څخه خوندونه اخلي،،، مامورصیب ورځي له روغبړ وروسته ورته وایي چې زه قوماندان صیب رالیژلی یم،

د ملت بښل! شوي افسران په جامو کې نه ځایېدل ځکه په داسې موټرو کې لاس په لاس کېدل چې له قوماندان پرته بل څوک نه وو پکې سپاره شوي،،، مامورصیب د مرکز څخه د راوکوزې شوې لارې په منځ کې هغه شېلې ته مخه کوي چې د کمونستانو د بمباریو څخه به یې له نورو کلیوالو سره مل هلته پناه اخیسته،،،

مامورصیب لمر او غر د یوه پاڼ پر سر موټر دروي او د ملت په تور لست کې مجرمو کمونستانو ته امر کوي چې دلته به پیاده کیژو،، له پیاده کېدو وروسته دوی ته د یوې لنډې وینا په ترځ کې د دوی ټولې کارنامې ورپه زړه کوي ،، په کلي او ولسوالی کې د کور کور هغه شهیدانو نومونه ورته یادوي چې د دوی له خوا په مستقیم توګه په شهادت رسېدلي وو او بیا په تخرګ کې پرتې هغه میکاروف توپانچې باندې دوی په تندي تندي ښکلوي چې له یوه بل معلوم الحاله مجرم کمونست افسر څخه یې د کابل په یوه واټ کې ولجه کړې وه،،،،

د توپانچې د ډزو انګازې په غرونو کې د حال په ژبه د هغو کونډو او یتیمانو زخمي زړونو ته د ملهم الهام ورکاوه چې پلرونه او میړونه یې د یادو کمونستانو په لاس په شهادت رسېدلي وو،،، مامورصیب ته د وخت د سیاست په پرتله د شهیدانو وینو اهمیت لاره،،، خوشاله او یوازې راستون او ماښام لمونځ یې د شکرانې له دوه رکعتونو سره مل د قوماندان صیب کور ته راورساوه،،

که ګوري چې د قوماندان صیب برقي جنراتور چالان او د مهمانخانې انګړ یې د پخواني کابل په شان چراغان چراغان دی، مامورصیب ته بیا هم د هغو کونډو تیاره ماښام چې د یو غوړپ خاورینو تېلو وس یې نه درلود سترګو ته دریژي او په خپل کړي جهاد د ارامی احساس کوي،،،

قوماندان صیب له لمانځه وروسته نابللي میلمه مامورصیب ته مقدمې جوړوي تر څو د را راوانو میلمنو درنښت ته ګواښ جوړ نکړي، مامورصیب د سر په ښورولو د قوماندان صیب ټولې خبرې مني،،،

له کلي څخه د ماسخوتن د اذان انګازو قوماندان صیب نور هم نارامه کړ، هغه وخت د ټلیفون اسانتیاوې هم نه وې، له لږ ځنډ وروسته د مهمانخانې په انګړ کې د پښو ترپار شو،،، د قوماندان صیب باوري ډرېور په داسې حال کې راورسېد چې په څېره کې یې مرکز ته د غرنی غزېدلې لارې د تیارو او کږلیچونو هیبت له ورایه ښکارېده،،،

مامورصیب ولاړ شو،، او د خدای پامانی په کولو سره یې قوماندان ته کړل چې زه هغه کباب نه خورم کوم چې زمونږ د وولس قاتلینو ته تیار شوی دی،،،

قوماندان صیب نور هم خپل حواس له لاسه ورکوي او مامورصیب ته وایي چې ګوری تاسو اشتباه کوی که تاسو نه وای راغلي هم نو ما به خامخا خبرولی، مامورصیب ورته کړل چې زه منتقم خدای جل جلاله خبر کړی وم نو ځکه خو مې هغوی ستا د مهمانخانې پر ځای د لوړ غره میلمانه کړل!

عادل عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x