ټولنیزه برخه

مه پرېږدئ، چې کار پرتاسې منفي اغېزه وکړي!

لیکنه: ریچارد ټمپلر

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
((زه ستاسې ډېر تصويرونه لرم ، خير که يواځې ستاسې له څېرې سره توپير لري او دا خو د دې مانا نه ورکوي، چې نشو کولی تاسې وپېژنو.))

ايو آردن

که چېرې ستاسې کاري بوختیا ډېره شي بیا هم مه هېروئ چې دایواځې یو کسب دی. هو هغه کسب چې موږ ورته ارزښت ورکوو او تر خپلې هڅې او قدرت باید ارزښت ورکړو. د هغه کار په اړه چې موږ ورته اندېښمن یو او هغه وخت چې موږ د کار پر وخت شتون ونه لرو او د هغه په اړه فکر کوو.

هغه کار، چې زموږ هیله دا وي، ښه یې ترسره کړو او پراختیا ورکړو، په ټوله کې هغه وخت چې ترسره شو یو کسب دی، نه له دې مخکې.

خپل شاوخوا ته نظر واچوئ؛ داسې اشخاص شته، چې فکر کوي کار یې د ځمکې په څرخېدو هم اغېز کړی.
یا کوم کسب یا کار، چې دی یې کوي بنسټیز دی.

خو تاسې په داسې حال کې، چې له یو کار خوند اخلئ او ډېرې هڅې کوئ، نو په یاد لرئ چې دا یواځې یو کسب دی او په اسانۍ سره ترسره کېدای شي، هغسې چې ځمکه څرخېږي.

دا چې وایو مه پرېږدئ، چې کار پر تاسې اغېز وکړي، دا په دې مانا نه ده، چې هغې ته اهمیت مه ورکوئ یا هم هغه څه چې تاسې ترسره کړي پرې ویاړو او غرور مه کوئ. نه؛ کله چې ستاسې کار پای ته رسېږي هر څه هېر کړئ او خپلې موخې ته ځان ورسوئ. اجازه مه ورکوئ، چې ستاسې کار تاسې څو زړي او په عذاب کړي او ستاسې په بدن کې د شته روح باندې منفي تاثیر وغورځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x