کندهار ښار کې د پوليسو پر رېنجر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې د پوليسو پر رېنجر موټر هغه مهال چاودنه شوې چې د سپين زر حمام او هديرو له سيمي د تېرېدو په حال کې وو .

پېښه غرمه مهال شاوخوا يولس نيمي بجې را منځته شوې .

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کړی خو د مرګ ژوبلي په اړه يې له معلوماتو ډډه کړې .

ځيني امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي چې په ياده چاودنه کې د پوليسو يو صاحب منصب او بل سرتېری ټپيان شوي .

د ياد بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې خو په کندهار کې د زياتو چريکي بريدونو پړه طالبان پر غاړه اخلي .

د ورته پيښي په څېر څو ورځي وړاندي هم د طالبانو په يو تکتيکي چاودنه کې د بولدک ولسوالۍ په وېش سيمه کې قومندان خدايداد له يوه ساتونکي سره د نوموړي په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د