نظــر

دمېزان شپږمه يا دافغان ولس دفتح ورځ (شاهد)

arg2

دګران افغانستان په تاریخ کې دمیزان میاشت ددوو سترو پیښوشاهده ده ،چې یوه یې دبلا غمیزواو ناندریزو شیبوڅخه د افغان مسلمان ولس د خلاصون ورځ او بله یې د خړو بړبوکیو او د تورو توپاني څپو د پیل ورځ وه ؛ ټول نړیوال د دې شاهدان دي ،چې د (۱۹۹۱ او ۱۹۹۵) ز کلونو تر منځ هغه څه پیښ شول، چې د انسانیت تاریخ خو پریږده چې د ځنګلاتوحیوانات به ترې وشرمیږي، هغه د افغانستان وسله والو ټوپکوالو یا پخپله اراده اویاهم د ځینو مغرضوبهرنیانوپه لمسون هغه فجایع وکړي چې تر قیامته پورې به یې د تاریخ تور باب وي .

د افغانستان اسلامي تشخص، جغرافیوي پولې، پنځه نیم زره کلن تاریخ، طبعي زیرمې، ولسي ژوند او په ټولیز ډول یې افغاني دیني غرور له خورا سختو ننګونو سره مخامخ و، او هره ورځ تربلې د تجزیې پر لور روان و، د رقص مرده، خراسان جدید او په انساني سپیو د لارویانو داړلو غوندې کیسې خو له هیچانه پټې نه وي، همدا اوس د کابل د واک په ګدی د ناستو جنابانو! د لارښوونو له برکته د شیعه او سني تر منځ مذهبي اړو دوړ، د شمال او جنوب، قومیت او سمت مسایلوله خلکو څخه لاره ورکه کړې وه، یوې خواته د کمونستانو د مظالمو خونکارۍ نږدې ماضي او بل خوا د مجاهدینوپه سپیڅلو نومونو داسې جنایات ترسره کول، چې په وجه یې زمونږ د تاریخي کابل معصومې او پاک لمنې پیغلې آن د خپل ځان د عفت ساتلوپه موخه ځانونه د مکرویانو له څوم پوړ له چت نه لاندې راغورځوي، هغه بوږنونکي پیښې دي، چې پرعاملینو یې د لعنت ویلوڅخه غیر په بل څه ویلو د دردمند ضمیرخاوندان زړه نشي یخولای .

پداسې ترینګلو حالاتو کې پرګنۍ د یوه داسې ځواک راتلوته سترکې په لاره وي، چې لدې ګردو غمیزو څخه ورته خلاصون وبخښي او دې وارداتي ناخوالوته نور د پای ټکی کیږدي .

له نیکه مرغه چې د مدرسې، مسجد او خانقاوو له نغرو څخه ولسونوته د نجات بخښلو په موخه سرې سپرغۍ راپورته شوي اورڼایې د هیواد ټول افق سپین سبا کړ، د خپل ولس د خلاصون، د یونیم میلیون شهیدانو ارواوو ته د راحت بخښنې اوکړیدلی ولس له ټوپکسالارۍ څخه د ژغورنې دا غورځنګ په (۱۴۱۵) ﻫ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په (۱۵) نیټه چې دقوس د میاشتې ۹ نیټې سره سمون خورې، د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکې لوی احمد شاه بابا په پلازمینه تاریخي کندهار کې د اسلامۍ نړۍ د ستر مجاهد او د اسلام د اتل سپاهي متین لارښود محتر م امیرالمؤمنین ( ملا محمد عمر مجاهد ) حفظه الله په لاس لومړی د طالبانو د اسلامي تحریک او بیا د اسلامی امارت په نوم تاسیس وشو.

لومړی یې دکندهار په میوند کې بې مسولیته وسله وال افراد وځپل او بیا یې کندهارکې کمونستان ،پایلوچان اوبدمعاشانوته داسې درس ورکړ،چې دتل لپاره یې ترې کندهاریان خلاص کړل ،دجهاد په نوم ویشل شوي وسلې بیت المال ته راټولول ،انارشیزم او ملوک الطوایفي ختمول اودیتیمانواوښکې وچول ، هغه څه وو،چې دطالبانودپالیسوپه لومړیتوبونوکې یې ځای درلود،همدا لامل شو،چې په افغاني ټولنه کې یې دبریښنا غوندې ورځ تربلې مقبولیت ډیریده اوهغومخلصوجهادي قوماندانانوچې دخپل ولس او هیواد دې بد حالت اندیښمن کړي وو ،دطالبانو مرستې ته په ورین تندي ټټر وواهه ،هم یې دطالبانو مالي ملاتړ وکړ اوهم نظامي ،دفتحو قافله د محاسبوي تګلارواو تصفیوي پالیسیو سره پر مخ تله ، اودا روحاني او ملي کاروان په ډیر سرعت سره لومړی په جنوب غرب ،بیا په جنوب ختیځ او بیا دختیځوولایتونوڅخه په( ۱۳۷۵)ش ﻫ کال دمیزان (۶)نیټه دشهید ملا بورجان رحمه الله تر قوماندې لاندې دلوی ننګرهارله لورې دکابل پر تاریخي ښار دطالبانو سپین کاروان ورننه ایست اوپه ارګ یې هغه سپین بیرغ ورپاوه ،چې پرتندي یې د((لااله الله محمد رسول الله )کلمه په زرین لیک انځور شوي وه ،له بده مرغه چې ملابورجان سره ژوند یارې ونکړه اودکابل په دروازه کې یې روح خپل اصلي مالک ته وسپاره ،خو داسلام سپاهیانو دده ارمان نیمکړی پرینښود اوکابل یې دشریرو او تجزیه طلبو عناصرو له منګلو څخه پاک کړ.

دیوې ژوندې خاطرې په توګه راته ښه په یاد دي ،چې کله دجلال آباد پرلور دشهید ملا بورجان سپین لښکر دتاریخي ننګرهار دفتحې غورځنګونه کول ،زه هغه مهال دشهید مولوي خوشحال (چې وروسته دکاپیسا والي شو)تر مشرۍ لاندې دخوست په یعقوبیو ولسوالۍ کې وم ،شهید( مولوي عبدالاحد)چې داسلامي امارت دواک په کلونوکې دننګرهار دروداتواو لال پورې ولسوال تیرشو،ورسره په ګډه دڅه جهادي کار لپاره حاجي ملا صیب پسې لوموړی لوګر او بیا دپکتیا ولایت ګردیزته راغلو،چې دولایت مقام کې موشهید ملا بورجان میلمستون کې شپه او سهار مهال مو سره کتنه وشوه ،دننګرهار یو جهادي قوماندان چې ناستې کې راسره و ،شهید ملا بورجان ته دمرستې ډاډ ورکاوه ،نوده به ورته ویل چې دننګرهار جهادي قوماندانان راسره تماس کې دي ،تاسو صرف دطالبانو د درتګ پر وخت سپین سپین بیرغونه پورته کړئ ،انجنیرمحمود سره مې همدا اوس مخابروي اړیکه ونیوه ،بس کار نور خلاص دی ……….همدا حدیث شریف به دشهید ملا بورجان رح په خوله زمزمه کیده : چې ((قال رسول الله صلی الله علیه وسلم نصرت بالرعب مسیرة شهر) ((بس بالا !!دالله Yنصرت راسره مل دئ ،دیوې میاشتې په اندازه رانه دښمن په ویره کې دی …………..))

هغه شهیدملا بورجان ،هغه ملامشر اونور دطالبانو دتحریک مشران بیا دسپیرو خاورو میلمانه شوي وو ،خوکابل ،جلال آباد،مزار شریف اونور حساس استراتیژیک ځایونه بیا فتحه شوي او اسلامي شریعت پرې واکمني کوله ،زرګونه طالبانودخپلو وینو په نذرانوسره خپل ولس ته داسې بې سارې امنیت راوست چې چایې له صدراسلام څخه وروسته بیلګه نشوه وړاندې کولای .

هغه داسې یو وخت و،چې طالبان به نړیوالو دسولې دکوترو!!په نوم یادول اودنړۍ هیوادونه یې ملاتړ ته رانږدي کیدل ،خوچې خبره دسپیڅلې شریعت اواسلامي نظام شوه، نو ټول شاته شول اوهیچاداسې یو شرعي نظام ونشو زغملای چې دټول اسلامي امت دامامت صلاحیتونه او وړتیاوې دې ولرې ،چادښځو دحقوقواو تعلیم د تلف کیدو پلمه کوله ،چا دالقاعدې دشتون اوچا یوه اوچا بله ،بس داهسې اني بهانې وي ،آره خبره چې دوئ یې بوږنول ، هغه افغانستان کې دیوه سوچه شرعي نظام هغه اندیښه وه ،چې غربي کلیساوواویهودي مذهبي حلقوراپورته کړي وه ،اسلامي امارت یې تر اقتصادي ،نظامي ،دیپلوماتیکي اوسیاسي تعزیراتو له کلابندۍ سره کلونه کلونه مخ کړ ،هیڅ داسې فرصت یې ورنکړ،چې دپرمختګ رغنده ګامونه پورته کړي اودهیواد حالت یې دبحراني جمود او رکود په څلورلارې کې ودراوه ،ترڅواسلامي امارت له پرمختګه راوګرځي اودزوال په ځوړو روان شي ،پداسې حال کې چې اسلامي امارت دیوه قانوني حکومت په حیث ګرد نړیوال اصول او ظروف پوره کړي وو، خو بیا هم له څواسلامي هیوادونو پرته بل کوم هیواد یې رسمي منلوته غاړه کښینښوده ،دافغانستان زیاته خاوره یې په واک کې وه ،ولسي ملاتړ یې خپل کړی و او دپلازمینې په ګډون یې مهم ښارونه تر خپل تصرف لاندې راوستې وو،خو بیاهم کفري هیوادونواو ددوئ پر پله روانو تش په نوم اسلامي هیوادونودا ګام وانخست .

چې تر پنځوکالو انو بهانو څخه وروسته یې نور دداسې یوه غښتلی اسلامي رژیم زغم ونکړای شواو دټولونړیوالو مقرراتو او هیوادنیو اصولو خلاف یې اشغالګرې لښکرې دیوه خپلواک هیواد افغانستان پر اسلامي حریم وبلوسولې او تر سخت مقاومت وروسته د مدرنو وسلوپه زور یې افغان ولس بیا د ویر په ټغر کښیناوه ، داسلامي امارت قیادت یې پر خلاف دجهاد اعلان تر ننه پورې روان وساته او دوئ یې په خپلو عزایموکې ناکام او دماتې خوړوپر مورګو ودرول، چې دمګړۍ هم دابهیرلاښه تاند اوڅپاند روان دی او وي به انشاءالله تعالی .

په پورته یاداشتونو کې مو وشنله چې دطالبانو پاڅون دوخت یومثبت غبرګون او ضرورت و،اوهمداوسله وال پاڅون وو،چې افغانستان یې له ټوټه کیدو ،فاشیست کیدو،اوملوک الطوایفۍ نه خلاص کړ،اودصدراسلام په څیر یې مسلمانانوته داسلامي نظام یو په زړه پورې مزین تصویروښوداوهمدا یې دپاڅون وجوهات اوعوامل وو.

طالبان چا رامنځته کړل؟

داهغه پوښتنه ده چې ځواب یې ډیر اسان اوډیر څرګند دی ،هغه داسې چې طالبان دیوه اسلامي اوملي احساس په روحیه رامنځ ته شول ،نه چا رامنځته کړي او نه له بهره کومه وارداتي کتله ده، بلکې دا دحالاتوهغه چټک غبرګون و،چې په ډیر لنډاو تنګ وخت کې یې دخپلوولسونوپه هر اړخیز ملاتړ له سپین بولدک څخه تر اسلام کلا ،تورخم او شیرخان بندره پورې پوځي ریښې وځغلولې او هیوادوالوته یې دملي ګرایې او قومیت پالنې پرځای داخوت ، ورورولۍ ا وسولې پیغام راوړ،دانه کوم خارجي جنرال منسجم کړي ،نه دلندن سفارت او نه دبل کوم بهرني قطب په نغوتو او پیسویا وسلو منظم شوي ،که لږه یې نوره هم سپینه کړو!

نودطالبانو اسلامي تحریک لا له ډیر ولومړیوڅخه د(طالبانو دټولنو او انجمنونو )په نوم ظهورکړی و،او ولایتي ،محلي او سیمه ایزې شوراګانې یې لا هماغه وخت درلودي، چې دروسانوپه خلاف دجهادجذبات ډیر تاوده وو،دیوه عیني شاهدپه توګه راته هاغه خپل حق العضویت یا میاشتینۍ چنده هم یاده ده ،چې به مو دطالبۍ په دوران کې دبې وسۍ او تش لاسۍ سربیره مسؤلو ملګروته ددې تحریک غښتلتیا په پار ورکوله ،په همدې مهال دهیواد په جنوب کې دطالبانو ستر ستر جهادي جبهات هم لا له پخواڅخه موجود وو،دکمونستانوله شکست څخه وروسته دنهیلیو ښکار او دیوه پاڅون لاره یې شمارله ،په دیني مدرسواوجامعاتوکې دطالبانو غورځنګ اوهم مهاله دطالبانو سابقه جهادي محاذونه سره همغاړې او دیوه اسلامي امارت په رامنځ ته کیدو نتیجې ته ورسیدل ،نو دطالبانو دتحریک دانسجام زړې اجنبي نه بلکې داخلي عوامل وو ،چې پداسې یوه سپیڅلې حرکت منتج شول .

دطالبانو مالي او نظامي منابع :

همدا اوس چې طالبان دامریکا داشغال پر خلاف داسلامي امارت دمجاهدینوکوم مالي سرچینې لري ،ددې څخه زیاتې یې مخکې درلودي ،پدې معنی چې دهیواد مخلصوشتمنواو نظامي اشخاصو چې پریمانه وسلې او پیسې درلودې او دقومندان سالارۍ څخه تنګ شوي وو،سپین کاروان یې په داؤطلبانه شکل سره بډایه کاوه ، هغوئ چې مال ،ناموس او عزت یې دبې مسؤلیته وسله والو له لورې په خطرکې وو،هر ډول مرسته او بسپنه یې نه سپموله او چي وا کمن شوبیاحکومتي عواید هم له فساده پاک دحکومت خزا ني ته را تلل .

طالبان او شهید اسامه بن لادن رح :

شک نشته چې شهید شیخ اسامه بن لادن رح یو نړیوال مجاهداو دټولواسلامي هیوادونوحریت ته ژمن و ،دده نظر داو ،چې باید فلسطینانوته خپل حق ورکړل شي ،له جزیره عرب څخه خارجیان ووځي او افغانستان کې هم باید یو اسلامي نظام وي ،خو داهم باید څوک هیره نکړي چې شهید اسامه بن لادن رح دطالبانو څخه مخکې هم افغانستان کې موجود و ،دشهید عبدالله عزا م رح په څنګ یې دروسانوپه خلاف کلونه کلونه بې دریغه قرباني ورکړي اوله هغه مهاله ورسره ځینې جهادي تنظیمونو ښه دوستانه اړیکې درلودي ،طالبانوکه دشهید شیخ ښه په نره میلمه پالنه کوله ،او تروروستۍ سلګۍ پورې یي ترې ننګه وکړه او بالاخره خپل سلطنت یې هم پرې قرباني کړ،نوداصرف داسلامي دین حکم او افغاني عنعنات وو،چې تر پایه یې ورسره سرته ورسول او دهرډول پوځي او سیاسي فشار په مقابل کې یې ورته ځانته پرینښود ،داسې به څوک ونشي ښودلای چې طالبانودې شیخ اسامه ته دنړیوالوتحرکاتواوفعالیتونوپه باب لارښوونه کړي وي .

دنیویارک پیښه او دطالبانو ناخبري :

کله چې په نړیوال سوداګریزمرکزاو پینټاکون باندې حمله وشوه، نو طالبانو ترې ناخبري وښوده اولکه دنړۍ دنوروحکومتونوحیران وو،چې دا پیښه چا تنظیم کړه ؟ ډبلیو بش چې لا له مخکې څخه اسلامي امارت نشوای زغملای ،ورته ښه فرصت په لاس ورغی ،نړیوالو ته یې اعلان وکړ،چې یا به زمونږسره کیږئ ! یا له القاعدې سره! ،په یوه خبرې ناستې کې خویې لا دصلیبي جنګ دپیل الفاظ هم وکارول ،چې بیا وروسته تر نیوکولاندې ونیول شو،دافغانستان پر اسلامي امارت یې برید وکړ،خودا په خپل ډول دې عصروزمان کې ډیر نا انډوله جنګ و،خو طالبانوترې شاګرځ ونکړ ،اوتر پایه ورسره وجنګیدل، چې دادی نن امریکا دخپل شکست خوبونه ګوري او درسوایې سره مخ دي ،په افغانستان پداسې حال کې حمله وشوه چې نه دیولسم سپتمبرله پیښې څخه خبر وو،اونه پکې دخیل وو.

امریکایان او دشمال بدنامه ټلواله :

دشمال په بدنامه ټلواله چې ترکیب کې یې ستمیان ،کمونستان ،شغلیان او دافغانستان دتجزیې لپاره له بهر نه ګمارل شوي ځیني تنظیمي عناصر راټول وو،داسلامي امارت اتلو مجاهدینودپنجشیردرې تر څنډو پورې وځغلول اوددوئ ټغریې پسې ورټول کړ، خو دامریکایانو د دوستۍ او داځل له روسانو پر ځای ددوۍ دغلامۍ قبلولو وروسته بیا اشرشول او لکه دجنوب او ختیځ دټوپکوالو یې داسلامي امارت دبې ۵۲ډوله الوتکوتر سیورې لاندې دمجاهدینوپه خطونو دامریکایانو دپیاده عسکرو په توګه جګړه پیل کړه ،طالبانوچې لا له مخکې نه یې دوئ ته خپل زور ښودلی و ،دبرهان الدین رباني هغه رادیویې وینا مې اوس هم غومی زیږوي چې امریکایایې جنرالانوته یې غږونه کول چې تاسو چې اوس کوم بمونه پر طالبانو وروئ دا ډیر واړه دي او طالبان له پښو نشي غوځولای ،ددې نه هم پرې لو ی لوی بمونه واچوئ………دا پداسې حال کې چې دافغان ولس ،کونډو،یتیمانو او مخلصو مسلمانانوګریبانونه اوښکولانده کړي وو ،دهمدې تنظیمونوپه وخت راغلي عربي جهادي کورنۍ هم بې اسرې دیوه خدای ج دربار ته لاس په دعا وي اودباردولوخړوکې به داسې پټ مخې ووچې چابه یو له بل څخه نشو بیلولای ،محترم استاذ !! لا پدې هم زړه نه یخیده ……….ددې نه یې هم غټ غټ بمونه غوښتل ………بل طرف ته دوستمي ملیشوهم طالبانوسره له فریب نه کار واخست ،طالبانو سره یې لو ی بشري غدر وکړ،دسولې او خپلو کورنیوته په سلامتیا رسولو سره ددوئ ځینې مجاهدین په جنګي کلا کې په (۱۳۸۰ /۹/۵ نیټه په پوره بې دردۍ شهیدان ،ځینې مشران یې امریکایانو ته تسلیم او په زرګونه نور هغه طالبان چې امریکایان او انګریزان به ترې واشنګټن اولندن کې ویریدل ،په کانتینرو کې په ساه بندۍ سره شهیدان او یا ژوندې تر خاورولاندې کړل ،داوه دشمال ټلواله او دایې جنایات !! همدا اوس همدا ټلواله داسلامي نظام مخه نیسي اودطالبانو کلک مخالفت همدوئ کوي ،خو متقابلا طالبان بیا داسې نکوي او په رسمې پالیسیوکې یې یادونه قدرې هم نکوي .

دطالبانو لاسته راوړنې :

داسلامي امارت تر ټولو ستره بریا داوه ،چې څنګه یې په لومړیوکې له خپل ولس سره ژمنه کړي وه، نو همداسې یې وکړل او افغانستان کې یې اسلامي شریعت پلی کړ،هغه هیواد چې دهرلورې دتجزیې او ټوټه کیدوله خطر سره لاس وګریبان و،په پوره ځیرکتیا او متانت سره لدې بلا وژغورل شو ،قوماندان سالارې او دشراو فساد نه یې افغان ولس ته نجات ورکړ،یوداسې بیلګه امنیت یې راوست ،چې له صدراسلام نه وروسته یې چا کومه مثال نه ولیدلې ،دمعارف او اقتصاد ړنګ شوي بنسټونه یې بیا ورغول ،دمنزوي شوي هیواد په توګه یې هڅه وکړه، چې دسیمه ایزو هیوادونواو نوروخارجي ملتونو سره اړیکې پیوند کړي، چې له بده مرغه دجهاد او اسلام په وجه دمقابل لورې، څخه جفا وشوه ، خو امارت ځکه بریا تر لاسه کړه ،چې خپل مسولیت یې پدې هکله رفع کړی او نن یې سترګي جګي دي ،د۵۶هیوادونو پوځي او اقتصادي شتون کې دادی نن کتل کیږي ،چې ددې ټولو لاس ته راوړنوکوم څرک نه لګي ،هغه بریا چې طالبانو ترلاسه کړي وه بهرنیان او غلامان یې په ګډه هم دابریا نشي ترلاسه کولای .

داشغال څخه وروسته اسلامي امارت او طالبان :

دمیزان یا تلې له (۱۵)مې له بلوا او پوځي تیري وروسته داسلامي امارت مجاهدینولکه څنګه چې یې ژمنه کړي وه ،په جهاد اودفاع لاس پوری کړی ،دخپل دین ،ناموس او خاورې دخپلواکۍ لپاره په فدایې ګوزارونواوپرله پسې بریدونو دهیواد ټولې سیمې یې تر خپل پوښښ لاندې راوستې دي ،دا دی الحمدلله مکار دښمن یې لالهانده کړی اوله تیښتې نه په غیر ورته بله لار نده پاتې ،(۲۰۱۴)زکال چې اشغالګرو افغانستان کې دخپلو پوځونو دشتون دپای کال اعلان کړی دطالب مجاهدینو سرښندنواونذرانو برکت دی ،لیرې نده ،چې دمیزان دشپږمې په څیر یو ځل بیا سپین لښکر دکابل پر ارګ وروخیژې او خپل ولس ته بیا دکفارو اشغالګرو په وړاندې دفتحې زیری ورکړي !!

وما ذالک علی بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x