افغانستان

کابل : کمپنۍ کې د پوليسو درې افسران وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل): تېر ماخستن د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې پر پوليس افسرانو غلچکي بريد شوی .

د بريد په پايله کې درې تنه پوليس افسران وژل شوي .

ويل کيږي ياد پوليس افسرانو په کورنيو چارو وزارت کې دندي تر سره کولي .

د بريد مسؤليت طالبانو منلی او وايي ددوی له لوري هغه مهال درې تنه پوليس افسران ووژل شول کله چې ناڅاپي بريد پرې وشو .

افغان دولت د يادو افسرانو د وژني په اړه لا تر اوسه څه نه دي خپاره کړي .

د يادوني ده چې پرون هم د کابل ښار په نهمه حوزه کې د يو سرتير بريد په پايله کې تر لسو زيات بهرنيان وژل شوي او يو اندازه ټپيان شوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x