
شعـــــرونه
د دوی یي سره څه ؟
سيد الهام
د مرتد او د جنت یې سره څه
د شیطان او د رحمت یې سره څه
د شیطان او د رحمت یې سره څه
ومنکرو ته دنیا جنت نما ده
د مؤمن عیش او عشرت یې سره څه
د مؤمن عیش او عشرت یې سره څه
ابابیل او ابرهه ته نظر وکړئ
د ظالم او د نصرت یې سره څه
د ظالم او د نصرت یې سره څه
درویشان دی چي هرڅه ورته تابع شي
د فاسق او کرامت یې سره څه
د فاسق او کرامت یې سره څه
غفلتونه خو د ووړکو حساب ندي
د مسئول او د غفلت یې سره څه
د مسئول او د غفلت یې سره څه
محبت دی چي ساتنه کړي د زړونو
د نفرت او حفاظت یې سره څه
د نفرت او حفاظت یې سره څه
نور دوا ، دم او تعویذ مکړه الهامه
د مین او د صحت یې سره څه
د مین او د صحت یې سره څه